بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو د رسمي پلان مسوده خپره کړه

ډېویډ ډېوس د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکومتي وزیر ډېویډ ډېوس، چې د دې پلان د پلې کولو دنده پر غاړه لري، پارلمان ته د حکومت د تګلارې په اړه جزیات ورکړل.

د بريتانیا په پارلمان کې د تل په څېر یو ځل بیا تود بحث او ناندرۍ ولیدل شوې. د بحث موضوع له اروپایي ټولنې د برېتانیا د وتلو لپاره د حکومت د رسمي پلان مسوده وه.

حکومتي وزیر ډېویډ ډېوس، چې د دې پلان د پلې کولو دنده پر غاړه لري، پارلمان ته د حکومت د تګلارې په اړه جزیات ورکړل.

پوښتنې او ځوابونه تر ډېره پر قضایي مسایلو راڅرخېدل. د ښاغلي ډېوس د خبرو مهم ټکی دا و چې د برېتانیا حکومت به، د اروپایي ټولنې د قوانینو لویه برخه د برېتانیا د قانون برخه ګرځوي، خو دا هم شونې ده چې زرګونه قوانین یا لغوه شي او یا به یې هم د بريتانیا پارلمان پر ځای متبادل قوانین جوړوي:

''غواړم جرګې ته ووایم چې موږ د اروپایي ټولنې د قوانینو لویه برخه د برېتانیا په قانون کې ور ګډوو.

بدلون په کې نه راولو. که کوم بدلون راځي هم هغه به یوازې تخنیکي وي. پر دې سربېره به د کډوالۍ او مالیې په برخه کې نوي قوانین جوړوو.

د تخنیکي بدلونونو موخه یوازې دا ده چې د قانون پلې کول اسانه شي، نه دا چې موږ خپله تګلاره بدلوو. فکر کوم دا جرګه د دې کار وړتیا لري.

بریتانیا کې د اروپايي ټولنې قوانین لغوه کېږي ''

سکاټلنډ له بريتانيا د بېلېدو په اړه د نوې ټولپوښتنې لپاره رايه ورکړه

خو ځیني وکیلان اندېښمن وو. یوه پوښتنه وکړه چې په امنیتي برخه کې د محرمو معالوماتو د شریکولو له قانون سره به څه کېږي. ښاغلي ډېوس یې ځواب داسې ورکړ.

'' موږ به بې له شکه، نه یوازې له اروپایي ټولنې سره، بلکې له امریکا او نورو هېوادونو سره هم د محرمو معالوماتو د ساتلو او یا شریکولو په اړه قانوني هوکړه ولرو.

داسې هوکړه چې د دواړو خواو پر معیار برابره وي. د دې مسودې له مخې، له اروپایې ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته به هم په دې برخه کې همکاري دوام ولري. پر دې به هم خبرې کوو چې ټولې خواوې څرنګه کولی شي یو معیار وساتي. ''

په پارلمان کې تر بحث د مخه ښاغلي ډېوس بي بي سي ته وویل، له اروپایي ټولنې سره د برېتانیا په را روانو خبرو کې به مهم ټکی د هغو کسانو برخلیک وي چې د اروپایي هېوادنو تابعیت لري، خو په بریتیا کې ژوند او کار کوي او هم هغه برېتانوي وګړي چې په اروپا کې مېشت دي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېویډ ډېوس:زموږ اخلاقي دنده ده چې هغو درې میلیونه اروپایي اطباعو ته چې په برېتانیا کې مېشت دي او شاوخوا یو میلیون هغه بریتانویان چې په اروپا کې ژوند کوي، ډاډ ورکړو

''موږ دا خبره بیخي روښانه کړې. زموږ اخلاقي دنده ده چې هغو درې میلیونه اروپایي اطباعو ته چې په برېتانیا کې مېشت دي او شاوخوا یو میلیون هغه بریتانویان چې په اروپا کې ژوند کوي، ډاډ ورکړو او سرخوږی یې ختم کړو. کله چې دوی په دې هېواد کې، یا بهر د ژوند کولو پرېکړه کوله، خبر نه وو چې یوه ورځ به له داسې حالت سره مخامخ وي. دوی ملامت نه دي او موږ باید ورته پام وکړو. ''

ښاغلي ډېوس زیاته کړه، د حکومت لخوا د وړاندې شوې مسودې مهم ټکی او پیغام دا دی چې، تر دې وروسته به د برېتانیا قانون د اروپایي ټولنې پر قانون برلاسی وي او دا هغه غوښتنه ده چې د بریتانیا خلکو د تېر په په ټولپوښتنه کې کړې وه.

په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې یو شمېر مشران نن په مالټا کې د خبرو لپاره راغونډي شوي وو او طبعاً چې د بریتانیا پرېکړه هم د اجندا برخه وه. د اروپایي کمیسون مشر ژان کلاود جنکر د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور ولګاوه چې د اروپایي ټولنې یوو والی نه غواړي:

''له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل په دې معانا نه دي چې هر څه ختم شول. موږ باید دا یو نوی پیل وګڼو. د یوې بهترې دورې پیل. ډېر خلک غواړي چې موږ وویروي. آن د امریکا نوی ولسمشر هم د بریتانیا پر پرېکړه خوښ و او پر نورو هېوادونو یې هم غږ کاوه چې له اروپایي ټولنې بیل شي. که دی دې کار ته دوام ورکړي، زه به د اوهایو او ټکساز پر ایالتونو غږ کوم چې د امریکا له متحده ایالاتو خپلواکي واخلي ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو پرېکړې، پخپله د دې هېواد سیاست وال هم سره ویشلي دي.

له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو پرېکړې، پخپله د دې هېواد سیاست وال هم سره ویشلي دي. د دې پرېکړې مخالفین ګواښ کوي چې حکومت باید د سوداګرۍ، امنیت، چاپېریال ساتنې او کډوالۍ په برخه کې د برېتانیا ګټې په پام کې ونیسي او که داسې ونه کړي، دوی به د حکومت د پرېکړې د پلې کېدو مخه ونیسي.

د سکاټلند سیاستوالو هم پر لومړۍ وزیر تیریزا مې تور لګولی چې له اروپایي ټولنې د وتلو پرېکړه یې په خپل سر کړې او د سکاټلند خوښه په کې شامله نه وه. د سکاټلنډ پارلمان به پر دې موضوع جلا بحث کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب