د الوتنې پر مهال د الوتکې پیلوټ مړ شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption الوتکه په عادي توګه پر ځمکه کېناسته او ویل کېږي سپرلۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی.

امریکن ایرلاین نومي هوايي شرکت تایید کړې، چې د الوت پر مهال د دغه شرکت د یوې الوتکې پیلوټ مړ شوی دی.

دغه الوتکه له دالاس نه د نیو مکسیکو البوکرکي نومې سیمې ته تله.

د البوکرکي هوایي ډګر چارواکو ویلي، بوینګ 737-800 ډوله الوتکه له خپل منزله دوه میله لرې وه، چې د کپتان له لوري د طبي بېړنیز حالت خبرداری ورکړل شو.

الوتکه په عادي توګه پر ځمکه کېناسته او ویل کېږي سپرلیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په مساپر وړونکې الوتکه کې مار

د جرمن الوتکې مرستیال پیلوټ "خپله ناروغي پټه ساتلې وه"

د هوايي شرکت په خبره د الوتکې مړ شوی پیلوټ ویلیم مایک ګربس نومیږي.

امریکايي رسنیو د هوايي شرکت چارواکو له قوله ویلي، چې د پیلوټ له کورنۍ سره مرسته کېږي او په دغو سختو ګړیو کې د شرکت مسوولینو خواخوږي او نیکې هیلې د پیلوټ له کورنۍ سره دي.

له دې مخکې ۲۰۱۵ کال کې د امریکن ایرلاین یو بل پیلوټ د الوت پر مهال مړ شوی و.

هغه الوتکه له فیونکس نه بوسټن ته تله او ملګري پیلوټ الوتکه نژدې هوايي ډګر ته ګرځولې وه.

ورته مطالب