د جګړه ځپلي حمص یوې ماشومې بیا لیدنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جګړه ځپلي حمص یوې ماشومې بیا لیدنه

د سوريې جګړه اوس اووم کال ته ننوتې. بي بي سي درې کاله وروسته حمص ته ورستنه شوې، چې له يوې سوریايي نجلۍ سره بيا وګوري، هغه ځای کې يې کيسه بيا راوسپړي چې اوس د حکومت تر ولکې لاندې ښار بلل کېږي.

ملګري ملتونه وايي ترکيه، لبنان، اردن، عراق او مصر کې د سوري کډوالو شمېر د لومړي ځل لپاره له پنځو ميليونو اوښتی دی.

اوس چې د دغه هېواد جګړه اووم کال ته ننوتې، د حمص ښار چې يو وخت د پاڅون پلازمېنه بلل کېده، تر ډېره اوس بېرته د حکومت تر ولکې لاندې راغلی دی.

درې کاله مخکې د بي بي سي سرخبرياله ليز دوسېت د حمص له زاړه ښاره راپور ورکاوه. دا بېرته ورغلې او له هغې وړې نجلۍ سره يې کتلي چې جګړه کې ایساره پاتې وه