فلسطیني چارواکي: نړیوال دې د نویو اسرائیلي مېشتځایونو مخه ونیسي

د انځور حقوق Reuters
Image caption نتنیاهو د عامونا له اوسېدونکو سره ژمنه کړې چې د دوی د استوګنې لپاره به نوي ځایونه جوړوي.

فلسطیني چارواکو د اسرائیلي حکومت د هغه اعلان په اړه توند غبرګون ښودلی، چې ګني لوېدیځه تراډه کې به لومړنی نوی مېشت ځای جوړ کړي. فلسطیني چارواکو په دې اړه د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې.

اسرائیل غواړي نابلس ته څېرمه د لوېديځې تراډې امیک شیلو سیمه نوي مېشتځایونه جوړ کړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ورته وخت کې د امریکا له حکومت سره د دغو مېشتځایونو د محدودیت په تړاو خبرې کوي.

اسراییل وايي، لوېدیځه غاړه کې ۲۵۰۰ نور مېشت ځایونه رغوي

واشنګټن لوېدیځه تراډه کې اسرائیلي مېشت ځایونه 'ناقونه' ګڼلي

اسرائیلي چارواکي وايي، نوي مېشتځایونه به د هغو یهودي کورنیو لپاره جوړ شي، چې له 'عامونا' مېشتځي د اسرائیلو د سترې محکمې په امر له دې کبله ایستل شوې چې ګني دا ځای په ناقانونه توګه پر فلسطیني خاوره جوړ شوی دی.

نتنیاهو د عامونا له اوسېدونکو سره ژمنه کړې چې د دوی د استوګنې لپاره به نوي ځایونه جوړوي.

په لوېدیځه تراډه او ختیځ قدس کې د یهودي مېشتځایونو مسله له ډېر وخت راهیسې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د شخړې لوی لامل ګرځېدلی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عامونا کې ناقانونه مېشتځایونه د تېرې فبرورۍ لومړیو کې پیل شول

په څه باندې هغو ۱۴۰ مېشتځایونو کې تر ۶۰۰ زرو ډېر یهودان اوسېږي، چې په ۱۹۶۷ کال د اسرائیلو له خوا د لوېدیځې تراډې تر نیول کېدا وروسته هلته جوړ شوي دي.

د نړیوال قانون له مخې مېشتځایونه جوړول ناقانونه کار دی.

اسرائیل قدس کې ۱۵۰۰ نوي مېشت ځایونه جوړوي

د اسرائیلو حکومت د مېشتځایونو په تړاو د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا له مخکېنۍ ادارې سره ډېر اختلاف درلود، خو کله چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو، د امریکا رسمي دریځ بدل شو.

له هماغه وخت راهیسې، د ۶۰۰۰ زرو استوګنځیو جوړېدو هیلې له اسرائیلو سره پیدا شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption په مېشتځایونو کې هغه ځمکې نیول شوې چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت قلمرو ګڼي

ورته مطالب