چین سینکیانګ کې پر اوږدو ږیرو او حجاب بندیز لګولی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سینکیانګ اوغوریان وايي، له سختې توکمپالنې سره مخامخ دي

چین په لیرې لوېدیځه سینکیانګ سیمه کې یولړ محدودیتونه لګولي، چې وايي دا ګام یې د ځینو ''سخت دریځو اسلامپالو ضد کمپاین'' یوه برخه ده.

په دې بندیزونو کې په ''ناعادي ډول'' د اوږدو ږیرو او په عمومي ځایونو کې د ښځو پر حجاب یا مخ پټولو بندیز او د دولتي تلوېزیونونو له لیدلو ډډه کول هم راځي.

سینکیانګ د اویغوري مسلمانانو سیمه ده، چې وايي د چین د حکومت له خوا له توکمپالنې سره مخامخ دي.

د اویغور پرسر د ترکیې او چین ترمنځ ترینګلتیا

چین د اویغور مسلمان فعال په عمري بند محکوم کړ

په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې ځینې خونړي بریدونه او شخړې هم شوې دي.

د چین دولت هلته د شخړو او تاوتریخوالي پړه پر بېلتونپالو اسلامپالو ور اچوي.

خو د بشري حقونو اړوندې ډلې وايي، دا غبرګونونه د وګړو د ځپلو د سیاست زیږنده دي او دلیل یې دا بولي چې نوي تدابیر ښايي د ځینو اویغوریانو د لا سخت دریځه کېدو لامل وګرځي.

که څه هم وړاندې په سینکیانګ کې دې ته ورته نور ګامونه هم اخیستل شوي وو، خو په دې اونۍ کې قانوني بڼه غوره کوي.

رویټرز خبري ازانس وايي، د نویو قوانینو له مخې پر لاندې څیزونو هم بندیز لګول شوی:

  • دولتي ښوونځیو ته د ماشومانو له استولو ډډه
  • د کورنۍ تګلارې له تنظیمولو ډډه کول
  • د ډېری حقوقوي اسنادو ویجاړول
  • یوازې د مذهب پربنسټ د واده کول

په دې مقرراتو کې دا هم راغلي چې د عمومي فضا کارکوونکي، لکه د اورګاډو تمځایونو یا هوايي ډګرونو کې چې څوک خپل ټول بدن یا مخ پټوي، له دغو ځایونو ''راوګرځول'' شي او پولیس پرې خبر کړل شي.

دغه محدودیتونه د شینجیانګ قانون جوړوونکو له خوا تصویب شوي او پر یوې سیمه ییزې رسمي خبري وېبپاڼې خپاره شوي دي.

چینايي چارواکو وړاندې اویغوریانو ته د پاسپورټ ورکولو په ګډون ځینې نور محدودیتونه هم لګولي دي.

د انځور حقوق AFP

د سینکیانګ اویغوریان

  • اویغوریان د ترک مسلمانانو له ټبره دي
  • دوی د سینکیانګ د وګړو ۴۵ سلنه جوړوي؛ ۴۰ سلنه یې د چین هان قوم دی
  • چین په ۱۹۴۹ کال د ختیځ ترکستان دولت له لنډمهالې واکمنۍ او شخړې وروسته پر سیمې واک ټینګ کړ
  • له هماغه وخت راهیسې، دغې سیمې ته د کډوالۍ څپې ورماتې شوې
  • اویغوریان د خپل دودیز کلتور له منځه وړلو وېره لري

چین درې اویغور مسلمانان اعداموي

چین ۲۰ یوغور مسلمانانو ته د عمري بند سزا ورکړه

اړونده مطالب