جنسي ځورونه؛ "یوازې نران پرې کېناستلی شي"

. د انځور حقوق youtube
Image caption د دغې څوکۍ له طراحۍ هدف دا ښودل شوی چې نرانو ته ورپه زړه کړي چې د ګڼې ګوڼې پر مهال په تللارو کې د ښځو جنسي ځورونه څومره ځوروونکې ده.

د مکسیکو د پلازمېني مکسیکوسیټي په یوه اورګاډي کې داسې یوه څوکۍ اېښودل شوې چې سپرلۍ یې ترهولې دي.

څوکۍ د سپرلیو د ناستې لپاره ده، خو داسې جوړه شوې چې مساپران وځوروي.

پر څوکۍ لیکل شوي "یوازې نران پرې کېناستلی شي"

د بي بي سي خبریال ویکي بیکر، چې دغه څوکۍ یې لیدلې، وايي د څوکۍ تکیه ځای د نرانو پورتنۍ تنې ته ورته دی او د ناستي پر ځای یې تناسلي الې ته ورته موړه شته.

د دغې څوکۍ له طراحۍ هدف دا ښودل شوی چې نرانو ته ورپه زړه کړي چې د ګڼې ګوڼې پر مهال په تللارو کې د ښځو جنسي ځورونه څومره ځوروونکې ده.

محکمې د جنسي تېري تور رد کړی، وايي ښځې چیغې نه دي وهلې

ښځې په نړیوال سیاست کې څومره رول لري؟

څوکۍ ته څېرمه په یوه کاغده لیکل شوي: "دا د ناستې لپاره راحته څوکۍ نه ده، خو دا بد احساس له ښځو سره د هغه کېدونکي ناوړه چلند او جنسي ځورونې پر وړاندې هیڅ دی چې هغوی یې هره ورځ زغمي."

پلازمېنه مکسیکو سیټي د تګ راتګ په وسیلو او لاروکوڅو کې د ښځو د جنسي ځورونې له امله مشهوره ده.

د ۲۰۱۴ کال د یوې څېړنې له مخې، دغه ښار په نړۍ کې د جنسي ځورونې له امله تر ټولو بد هغه و.

خو د ښځو جنسي ځورونه یوازې تر مکسیکوسیټي محدوده نه ده، په نورو ستر ښارونو کې ښايي وضعیت تر دې بد وي.

د انځور حقوق youtube
Image caption څوکۍ به د لږ وخت لپاره په اورګاډي کې ایښې وي.

د مکسیکوسیټي چارواکي هڅه کوي، د دغه ښار په اړه یاد بد انځور بدل کړي. په دغه ښار کې یې د کوڅه ډبو د مخنیوي په پار د ښځو د تګ راتګ لپاره بېلې وسیلې په پام کې نیولي دي چې یوازې ښځې پکې د تګ راتګ حق لري.

څوکۍ به د لږ وخت لپاره په اورګاډي کې ایښې وي.

څوکۍ اېښودل د مکسیکوسیټي د چارواکو او د ملګرو ملتونو د عامه پوهاوي د کمپاین یوه برخه وه چې هدف یې د تګ راتګ په وسیلو کې د جنسي ځورونې په اړه د عامه پوهاوي زیاتول و.

دغه چلند بېلابېل غبرګونه لرل

له دغې څوکۍ اخیستل شوې ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې؛ ځینو ستایلې او یو شمېر نورو بیا له دې امله پرې نیوکه کړې چې یاده مفکوره سیکسلړلې او ټولو نرانو ته پکې د پړې ګوته نیول شوې ده.

یاده ویډیو په لسو ورځو کې ۷۰۰ زره ځلي لیدل شوې ده.

"یو شمېر ښځې په لوړ مقام کې بله ښځه نه شي زغملی"

زرینه: مېړه مې وویل غوږونه دې پرې کوم چې بیا واده ونه کړای شې

د یادې مفکورې مخالفان وايي، ټولو نرانو ته باید د کوڅه ډبو په سترګه ونه کتل شي.

په مکسیکو کې د ښځو د حقونو فعاله لنه لوپز پرز یاده مفکوره ستايي، خو زیاتوي چې ټول نران باید دغه ډول ونه ګڼل شي.

د ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي یوه مخکښه هولي کارل بیا دغه کمپاین له دې امله خلاق بولي چې د نښې منځ یې ویشتلی: " تل ښځو ته ویل کېږي چې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره څه وکړي او څه ونه کړي".

تېر کال د مکسیکو سیټي ښاروال د ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي په موخه وړاندیز وکړ چې ښځې باید له ځانه سره ټالۍ (هارن) ولري او چې کله له کوڅه ډبو سره مخامخېږي، نو زور دې ور کړي.

یاده طرحه له سختو نیوکه سره مخامخ شوه او نیوکګرو یې ویل چې په دې کار د ستونزې جرړې نه ختمېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جنسي ځورونې عمل تر دې څوکۍ ډېرکړوونکی دی

یوه مکسیکويي لیکوال اندره نویل پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: " کله چې ښځې د جنسي ځورونې پر مهال د مرستې غږ نه شي کوای، نو ټالۍ څنګه ووهي؟"

یوه ښځه چې د مکسیکوسيټي په تللارو کې ډېره ځورول شوې باورمنه نه ده چې د اورګاډي څوکۍ دې هم د جنسي ځورونو په مخنیوي کې ګټوره وي.

هغه وايي، دا څوکۍ یوازې د جنسي ځورونې ظاهر ته اشاره کوي، په داسې حال کې چې د جنسي ځورونې عمل تر دې څوکۍ ډېرکړوونکی دی.

د هغې په څېر ډېر شمېر نورې ښځې هم په دې فکر دي چې په عامه ځایونو کې دې د ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي.

ورته مطالب