د وینزویلا ستره محکمه د پارلمان منحلولو له پرېکړې پر شا شوه

د انځور حقوق EPA
Image caption د جمعې پر ورځ دې لړ کې بلوا ضد ځواکونه د حکومت پر ضد لسګونو مظاهره کوونکو کسانو سره اخ و ډب کې ښکېل شو.

د وینزویلا ستره محکمه د پارلمان منحلولو له خپلې پخوانې پرېکړې پر شا شوې ده.

تېره شپه د دغه هېواد ولسمشر نکولاس مدورو په یوه ټلویزیوني وینا کې له سترې محکمې وغوښتل، چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.

وروسته مرستیال ولسمشر طارق العسمي هم دغه غوښتنه تکرار کړه. د پارلمان واک سلبولو په تړاو د سترې محکمې دغه پرېکړه، چې ډېری غړي یې د حکومت مخالف دي، د پراخو مظاهرو لامل شوې.

وینزویلا امریکايي دیپلوماتان شړي

وینزویلا کې ۳۵ بندیان د زیاتو درملو خوړلو له امله مړي شوي

د ولسمشر او د هغه د مرستیال له غوښتنې مخکې د وینزویلا لوی څارنوال لوییزا اورتګا، چې د ولسمشر مهم اتحادي بلل کېږي په یوه ټلویزیوني وینا کې په داسې حال کې، چې د خپل هېواد اساسي قانون کتاب یې لاس کې و، د سترې محکمې پرېکړه وغندله.

خو له ټلویزیونه د نوموړي وینا نیمګړې خپره شوه. د وینز ویلا سترې محکمې د ولسمشر له لوري د نفتو اړوند وړاندیز شوې لایحه چې د دغه پارلمان رد کړې وه، تصویب کړه.

محکمې دغه راز اعلان وکړ، چې پارلمان په قانون جوړولو برخه کې خپل صلاحیت له لاسه ورکړی دی.

د وینزویلا پارلمان ډېرې څوکۍ د حکومت مخالفانو په لاس کې دي. د وینزویلا سترې محکمې د پرېکړې له کبله ډېر کسان پاریدلي او پراخې مظاهرې شوې دي.

د جمعې پر ورځ دې لړ کې بلوا ضد ځواکونه د حکومت پر ضد لسګونو مظاهره کوونکو کسانو سره اخ و ډب کې ښکېل شو.

د سترې محکمې پر پرېکړه نیوکه کونکي وايي، سترې محکمې د پارلمان واک د سلب پرېکړه د نیکولاس مدورو په وړاندېز کړې او د دوی په خبره دغه چاره به هېواد د استبداد پر لور بوځي.

ورته مطالب