د امریکا د لومړۍ مېرمنې رسمي انځور

د انځور حقوق AFP
Image caption د لومړۍ مېرمنې په توګه د میلانیا لومړی رسمي انځور

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

سپینې ماڼۍ د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ لومړی رسمي انځور خپور کړی دی.

د چارواکو په وینا، د جامو ددغې پخوانۍ ۴۶ کلنې موډلې دا انځور په سپینه ماڼۍ کې اخیستل شوی دی.

د عکاس نوم او د عکس اخیستو نېټه نه دي په ډاګه شوي.

میلانیا ټرمپ: زما د مېړه پرضد د ''جنسي ځورونو'' تورونه دروغ دي

میلانیا ټرمپ د جنسي کار ادعاوو په تړاو محکمې ته شکایت کړی

میلانیا ټرمپ ویلي: "زه د لومړۍ مېرمنې په ستایلو ویاړم او راتلونکي کلونه به د امریکا عامو خلکو ته د زړه له تله کار وکړم".

لومړۍ نوې کورنۍ

لومړۍ مېرمن په نیویارک کې له خپل ۱۰ کلن زوی بارون سره اوسېږي او د خپل مېړه د ولسمشر کېدو له مهاله له سیاسي فضاء لیرې پاتې شوې ده.

د ټرمپ مېرمن وینا کې د ځینو خبرو په غلا کولو تورنه شوې

د انځور حقوق LIBRARY OF CONGRESS AND THE GEORGE W BU
Image caption میشل اوباما د لورا بوش په څېر تور کمیس اغوستی

اټکل دی چې د بارون د درسي کال له پای ته رسېدا وروسته، میلانیا له خپل زوی سره سپینې ماڼۍ ته ولاړه شي.

میلانیا په سلوانیا کې زیږېدلي. دا بهر کې د ولسمشر زیږېدلې لومړنۍ مېرمن نه ده، وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جون کوینسي آډمز مېرمن لویزه آډمز په لندن کې زیږېدلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هیلیري کلنټن هم په یوه رسمي انځور کې تورې جامې اغوستې

ورته مطالب