ترهګرۍ ضد عرب ټلواله: د پاکستان پر ګډون د ایران اندېښنه

د انځور حقوق ISPR

ایران د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ټلوالې مشري د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف ته په سپارلو د سخته اندېښنه ښودلې، چې همدا يې پر دې ټلوالې لومړنی غبرګون یادېږي.

د ایران د رسمي خبري اژانس (ایرنا) له خوا په اسلام اباد کې د ایراني سفیر مهدي هنردوست له خولې ویل شوي، پاکستان ښه ونه کړل، چې خپل پخواني پوځي مشر جنرال راحیل شریف ته يې د دغې ټلوالې د مشرۍ واګې د اخیستلو اجازه ورکړې.

په دې وروستیو کې د سعودي عربستان په مشرۍ کې د شاوخوا ۳۴ مسلمانو هېوادونو په ګډون یوه ټلواله جوړه شوې، چې موخه يې د ترهګرۍ او توندلایتوب مخه ډب کول دي.

د سعودي عربستان دفاع وزیر پاکستان ته تللی

سعودي: سږکال ایرانیان حج کې ګډون کولای شي

سعودي عربستان له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې

دا ځکه چې د سعودي عرب په شمول ځيني خليجي هیوادونه په سیمه کې ایران په دې تورونوي، چې ګواکې هلته د ناامنۍ اور ته لمن وهي.

بلې خواته د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې ددغه هیواد د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د کومېټۍ غونډه شوې، چې مشري يې د قامي اسمبلۍ غړي اویس لغاري کوله. ښاغلي لغاري تردې غونډې وروسته له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ؛په دغه ټلواله کې د پاکستان ګډون نه هم د ایران او نه د کوم بل هیواد پر ضد دی؛.

ښاغلي لغاري زیاته کړه، تر پخوا د پاکستان او ایران اړيکې ډېرې ښې دي او هیواد يې تل هڅه کړې، چې د ایران او سعودي عرب په منځ کې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

ددغې کمېټۍ یوه بل غړي او د پاکستان تحریک انصاف سیاستوال شاه محمود قریشي وايي، پاکستان باید په ډېر سوچ باندې دا پرېکړه کړې وای، ځکه چې دده په خبره په سعودي عرب او ایران کې هر هیواد ته ډېر نیژدې کېدل د پاکستان لپاره ښه نه ده.

په دې غونډه کې په پاکستان کې د ایران د سفیر په وروستي بیان د سخت خفګان څرګندونه شوې.

د قامي وطن ګوند سیاستوال افتاب شیرپاو د سعودي عرب په مشرۍ ددغې ټلوالې پر جوړېدو او د پاکستان پر ګډون وویل، پاکستان تردې وړاندې چې ددغې ټلوالې پر کړنلاره يې ځان پوه کړی وای، پکې د ګډون اعلان وکړ، چې په خبره يې پايلې به يې ښې نه وي.

د پاکستاني پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف تېر کال تقاعد وکړ، چې تردې يواځې څو مياشتې وروسته سعودي عربستان د هغه نوم ددغې ټلوالې د مشرۍ لپاره غوره کړ. خو د پاکستان واکمنو هم اوس نوموړي ته دا اجازه ورکړې، چې هغوی ددغې ټلوالې واګې په لاس کې اخیستلی شي.

ورته مطالب