'د روسیې اورګاډي کې چاودنه ښايي ځانمرګی برید وي'

سېنټ پیټرز بورګ د انځور حقوق EPA
Image caption د ښار اوسېدونکو د پېښې ځای ته د ګلانو ګېډۍ راوړې وې

روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد سېنټ پیټرزبورګ ښار اورګاډي کې چاودنه ښايي هغه کس کړې، چې د بدن غړي یې د چاودنې ځای کې موندل شوي دي. د دوشنبې ورځې دغه چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

د دوشنبې پر ورځ د دوو میټرو تم ځایونو تر منځ دغه چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي وو او ۴۹ نور کسان ټپیان شوي وو.

روسیه کې د چاودنې مشکوک بریدګر 'د قرغیزستان دی'

سېنټ پیټرزبورګ مېټرو کې چاودنه

د کرغیزستان امنیتي چارواکو مشکوک کس اکبر جان جلیلوف بللی دی چې د کرغیزستان په اوش ښار کې ۱۹۹۵ کال زېږېدلی و او د روسیې تابعیت یې تر لاسه کړی و.

وروسته روسي چارواکو هم د دغه سړي نوم تایید کړ او وايي نوموړي یو بل بم هم نصب کړی و، چې په وینا یې و نه چاودید.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تخنولوژیک هیسکي میټرو تم ځای د دوشنبې ورځې له چاودنې مخکې

له دې مخکې د روسي دولتي څېړونکو یوې کمېټې ویلي و، ښايي دغه چاودنه هغه کس کړې وي، چې د بدن غړي یې د چاودنې له ځایه موندل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې. د عامې روغتیا وزیرې ویرونیکا سکورتسوا ویلي، له هغه وروسته، چې پېښه کې درې ټپیان شوي کسان روغتون کې مړه شول د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۱ نه ۱۴ ته رسېدلی دی.

بل لور ته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل کرغیز سیال ایرلان عبدیلدايي سره ګډه غونډه کې ویلي:

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر پوتین د پېښې ځای کې د ګلونو ګېډۍ ږدي

''یوه ځل بیا د دغې بدۍ پر ضد د ګډو اقداماتو اهمیت ثابت شو ''

سېنټ پيټرز بورګ کې د بي بي سي خبریاله ساره راینسفورډ وايي، ښار کې کرار، کرار ژوند عادي حالت ته ورګرځي، خو لا هم د پېښې له کبله رامنځته شوی حالت د خلکو څېرو کې لیدل کېږي.

تېره کرۍ شپه ښاریانو د پېښې ځای کې شمعې بلولې، د ګلونو ګېډۍ یې ایښودې او د وژل شویو کسانو په یاد یې اوښکې تویولې.