'ډېر انټي بیوټیک' د کولمو سرطان لامل کېدای شي

د انځور حقوق GARO/PHANIE/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption کارپوهان وايي، انټي بیوټیک ''د مضرو میکروبونو د مقاومت کمزوري کولو'' لامل ګرځېدای شي

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې، هغه کسان چې د اوږد وخت لپاره انټي بیوټیک درمل خوري، د کولمو د کچې لویېدو امکان یې شته، چې ان د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځېدای شي.

څېړونکو ویلي، دا پایله هغه نوي ثبوتونه په ډاګه کوي چې وايي په کولمو کې د میکروبونو ډېروالی د پړسوب ډېرېدو لامل کېدای شي.

د دې څېړنې پایلې په ''Gut'' طبي خپرنۍ کې هم چاپ شوې دي.

تر ۲۰۳۰ به د سرطان ناروغي ډېره کمه شي

انټي بیوټیک درمل؛ که لوی ناورین؟

خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا لومړنۍ پایلې لا نورې څېړنې ته اړتیا لري، چې په وینا یې وګړي باید د انټي بیوټيکو له خوړلو بیخي لاس وانه خلي.

''مضر میکروبونه''

په کولمو کې د سم پړسوب خبره هم دود شوې ده، چې دغه پړسوب په ډېری حالاتو کې د جانبي عوارضو لامل نه ګرځي او نه هم پر سرطاني پړسوب بدلېږي، خو ځینې یې که ونه درملل شي، د سرطان رامنځ ته کېدو امکان یې شته.

په دې څېړنه کې څېړونکو د ۱۶ زره هغو نرسانو معلوماتو ته کتنه کړې، چې د امریکا اوږدمهال نرسېنګ تجربې یوه برخه وو.

څېړونکي بالاخره دې پایلې ته رسېدلي چې د ۲۰ او ۳۹ کلونو ترمنځ عمر کې دوې میاشتې یا ډېر وخت انټي بیوټیک کارول د ژوند په راتلونکي پړاو کې کولمو کې د ښه پړسوب یو مشخص ډول رامنځ ته کوي.

د انځور حقوق MEHAU KULYK/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption د بریتانیا ۱۵ تر ۲۰ سلنې وګړو کولمو کې د ښه پړسوب خبره دود شوې ده.

د څېړنې پایله ښيي، هغه ښځې چې څلوېښت یا پنځوس کلنۍ کې دوې میاشتې یا ډېر وخت انټي بیوټیک وخوري، تر راتلونکو څو لسیزو پورې یې کولمو کې د ژونکو (حجرو) تورم رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدای شي.

خو څېړنې دې ته کتنه نه ده کړې چې ایا په معده کې څومره پړسوب د سرطان ناروغۍ لامل ګرځېدای شي.

د څېړنې چمتو کوونکو ټینګار کړی چې دا څېړنه په پرېکنده ډول دا نه ثابتوي چې ګني انټي بیوټیک د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي، خو دا مني چې د درملنې لپاره د انټي بیوټیک ګولیو زیږنده باکټریا په کې مهم رول لوبولی شي.

تر ټولو ستر وژونکی چې ښايي ویې نه پېژنئ

د انټي بیوټیک گټې او زيانونه

ورته مطالب