لاهور: ځانمرګي برید کې د څلورو پوځیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د پاکستان پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې د سر شمېرنې کارکونکو پر ساتونکو پوځیانو ځانمرګي برید کې د څلورو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د پنجاب ایالتي حکومت ویاند ملک احمد خان له بي بي سره خبرو کې ویلي، چې برید یوه ځانمرګي بریدګر کړی دی. پېښه د لاهور کینټ بیدیا روډ سیمه کې د چهارشنبې پر ورځ ګهیځ مهال شوې.

پنجاب حکومت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې پېښه کې ۱۹ کسان ټپیان دي، چې په خبره یې ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي. پوځ له پېښې وروسته سیمه کلابند کړې او د سیمې بازار یې تړلی دی.

د پاکستان سر شمېرنې ادارې چارواکو ویلي، هغه ګاډي کې ۱۷ پوځیان ناست وو، چې برید پرې شوی دی. د دوی په وینا برید کې د شخصي ګاډي ډرایور هم وژل شوی، چې ملکي کس و.

دا د پنجاب په لاهور ښار کې په روان کال کې درېيمه لویه چاودنه ده، چې تردې وړاندې په دوو نورو چاودنو کې په لسګونو کسان وژل شوي و.

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کې ۱۹ کاله وروسته سر شمېرنه کېږي، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۱۵ راهیسې پیل شوې ده. د روان کال لومړیو کې لاهور کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي وو. هغه برید پنجاب ایالتي پارلمان ته نژدې پر یوه لاریون شوی و. له هغه وروسته د لاهور یوه رستورانت کې چاودنې نهه کسان وژلي وو.

اړونده مطالب