پر ځانګړې ټیلېفوني کرښې د چارواکو لومړۍ اړیکه

د انځور حقوق AFP
Image caption اکسپرېس ټریبیون وايي، دواړو غاړو د ډيورند کرښې امنيتي حالاتو په تړاو خبرې وکړې او د دغه راز اړيکو د دوام ژمنه وشوه.

اکسپرېس ټريبيون:

اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي، افغان او پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو په لومړي ځل پر هغې ځانگړې ټيليفوني کرښې سره خبرې کړي چې تېر کال دواړو هېوادونو ترمنځ د تماس ټينگولو چټکتيا په موخه رامنځته شوه.

ورځپاڼه زياتوي دواړو غاړو د ډيورند کرښې امنيتي حالاتو په تړاو خبرې وکړې او د دغه راز اړيکو د دوام ژمنه وشوه.

د ورځپاڼې په وينا دغه پرمختيا د دواړو هېوادونو ترينگلو اړيکو ښه کېدا په برخه کې د نويو هڅو په لړ کې شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترينگلتيا کمولو هڅې په لندن کې د پاکستاني چارواکو او د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر ترمنځ له خبرو اترو وروسته پيل شوې دي.

په دغه ناسته کې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د ترهگرو د پټنځيو له منځه وړلو او ځينو نورو مسلو په اړه هوکړه وشوه.

هندوستان ټايمز:

اتمر: د ترهګرۍ ځپلو ته ګډې پوځي او ډیپلوماتیکې هڅې پکار دي

د انځور حقوق TAWAB GHORZANG FB
Image caption ښاغلی اتمر وايي په "افغانستان کې تاوتریخوالی کورنۍ جګړه نه ده، بلکې دا د ترهګرۍ او افراطیت تر ټولو بد حالت دی."

دغه هندۍ ورځپاڼه وايي د هند او امريکا د دفاع وزيرانو په وروستۍ ناسته کې د افغانستان امنيت او په پاکستان کې د ترهگرو پټنځي د خبرو اصلي موضوعگانې وې.

دواړو غاړو په افغانستان کې د جگړې پر ختمېدا ټينگار کړى.

ورځپاڼه وايي امريکا په افغانستان کې د هند پراختيايي مرستې ستايلي دي، خو ځينې امريکايۍ او هندي رسنيو دا هم زياته کړې چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د هند پوځي رول لوبولو ته هم لېوالتيا لري.

نيويارک ټايمز:

افغانستان: تېر کال ۶۵۰ ټنه نشه يي مواد ضبط شوي دي

د انځور حقوق GMIC
Image caption بازمحمد احمدي ویلي، تېر کال د هیروینو ۱۲۱ کارځایونه ویجاړ کړل شوي دي

نيويارک ټايمز وايي افغان حکومت په تېر يوۀ کال کې ٦٥٠ ټنه نشه يي توکي او شراب نيولي دي.

ورځپاڼې د افغان چارواکو په وينا ليکلي، افغان پوليسو همداراز ٢٦٨٣ قاچاق کوونکي هم نيولي چې ٦٧ يې ښځې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب