عرب شهزاده، پوتین، ټرمپ او بلک واټر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایرک پرینس په افغانستان او عراق کې د بلک واټر د کړنو په اړه د امریکا مشرانو جرګې ته معلومات ور کوي. (۲۰۱۵)

یو شمېر امریکايي، اروپايي او عرب چارواکي وايي، په تېره جنورۍ کې د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ ترمنځ د پردې تر شا خبرو کې عربي متحده اماراتو د کار رول لوبولی دی.

یاده مهمه لیدنه چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې تر مراسمو ټیک نهه ورځ مخکې تر سره شوه، د ویلادیمیر پوتین نږدې کسانو او د بلک واټر کمپنۍ مشر ایرک پرینس پکې خبرې اترې کړي دي.

د امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، دواړو لوریو د بحرالهند په سیشلز نومې جزیره کې سره لیدلي دي.

د ورځپاڼې په خبره، بېلو دولتي سرچینو منلې چې لیدنې د جنورۍ په ۱۱مه یانې د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسم نهه ورځې مخکې تر سره شوې.

'که روسیه له نړیوالو نورمونو اوړي ټرمپ دې پروړاندې ودرېږي'

روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

دا چې د دواړو لوریو په لیدنه کې پر کومو مسلو بحث شوی، په اړه يې ډېر څه روښانه نه دي، خو متحده عربي اماراتو یې له دې امله منځګړتوب ته زړه ښه کړی چې ګواکې روسیه دې له اېران سره خپلې اړیکې محدودې او په ځانګړي ډول د سوریې په جګړه کې د اېران له ملاتړه لاس واخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که روسیه د ایران له ملاتړه لاس واخلي، امریکا به یې پر وړاندې لګېدلي بندیزونه نرم کړي.

د ټرمپ ادارې دریځ دا دی که روسیه د اېران ملاتړه لاس واخلي، نو پر وړاندې به یې په لګېدلیو بندیزونو کې نرمښت راولي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسيې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خوا د پټو مرستو د تر لاسه کولو له تورونو سره مخامخ دی چې بېلابېلې ادارې یې په اړه په پلټنې بوختي دي.

واشنګټن پوسټ ته لوړپوړو امریکايي چارواکو ویلي، د ډونلډ په ټاکنیز کمپاین کې ښاغلي پرینس کوم اړین رول نه لاره، خو د ټاکنیزو هلو ځلو پر مهال یې ځان د عربي متحده اماراتو چارواکو ته ځان د ډونلډ ټرمپ نادولتي استازی ور پېژندلی و.

خو ولسمشرۍ ته د ډونلډ ټرمپ له نوماندۍ د ښاغلي پرینس ملاتړ له چا پټ نه دی. د جمهوريپالو له خوا د ولسمشرۍ لپاره د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کېدا سملاسي وروسته ښاغلي پرینس یو میلیون ډالر مرسته ور سره وکړه.

روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې

چین او ایران سیمه کې د امریکا مقابلې ته وردانګي

د امریکايي چارواکو ویلي، د ایرک پرینس او روسي چارواکو د لیدنې په اړه څېړنې کوي. کله چې واشنګټن پوسټ په دې تړاو له (ایف بي ای) ادارې وپوښتل نو هغوی یې په اړه له څه ویلو ډده وکړه.

ورځپاڼه کاږي، په سیشلز کې د دواړو لوریو لیدنه دوه ورځې روانه وه، خو لا یې هم د ټرمپ اداره یاده لیدنه نه مني. د سپینې ماڼۍ د ویاند شان سپایسر په خبره:"موږ د یادي لیدنې په اړه هیڅ نه پوهېږو."

شهزاده محمد بن زید ال نهیان د امریکا د بهرنیو چارو له مخکیني وزیر سره هم په سوریه کې د ایران له لاسوهنو اندېښنه په ډاګه کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاده محمد بن زید ال نهیان د امریکا د بهرنیو چارو له مخکیني وزیر سره هم په سوریه کې د ایران له لاسوهنو اندېښنه په ډاګه کړې وه.

د ښاغلي پرینس یوه ویاند ویلي، دا خبره ناسمه ده چې ښاغلي پرینس د دولتي استازي رول لوبولی دی، په سیشلز کې شوې لیدنه د ټرمپ په ادارې هیڅ اړه نه لري - موږ دا پوښتو د نیمګړو وسایلو هغه اداره چې دنده یې د ترهګرو لټول دي، هغه د امریکايي وګړو په څارلو ولې بوخته شوې؟

د ایرک پرینس د مشهورېدو لاملونه ډېر دي خو یو یې دا دی چې د بلک واټر کمپنۍ له بنسټ ايښودونکو دی. دا هغه امنیتي کمپنۍ ده چې له امله یې امریکا په عراق کې له ډېرې رسوايۍ سره مخامخ شوه.

د یادې کمپنۍ له خوا د عامو وګړو د مرګ ژوبلې کیسې د هر چا په خوله وې.

ښاغلي پرینس په وروستیو کې د بلک واټر کمپنۍ پلورلې ده او اوس په هانګ کانګ کې د یوې امنيتي کمپنۍ (فرنټيیر سروسز ګروپ) کمپنۍ مشري کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی پرینس د بلک واټر کمپنۍ د مشرۍ له امله په لانجمنه څېره بدل شوی دی.

د واشنګټن په فکر، ډونلډ ټرمپ له دې امله ښاغلي پرینس ته پخپله اداره کې ځای ور نه کړ چې هغه د بلک واټر کمپنۍ د مشرۍ له امله په لانجمنه څېره بدله شوې ده.

د دولتي چارواکو وینا ده چې د ډونلډ ټرمپ او ویلاديمیر پوتین تر منځ د نادولتي او پټې لیدنې په تر سراوي کې د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زید ال نهان او د هغه ورور ډېر رول لوبولی دی.

ورته مطالب