د مالیزیا پارلمان غړی وايي د جنسي تېري ښکار نجلۍ کولای شي تېري کوونکي سره واده وکړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهاب الدین یحیی وايي، دا بده نه ده چې د جنسي تېري قرباني نجلي له زور زیاتي کونکي سره واده وکړي

د مالیزیا پارلمان پر یوه غړي له دې کبله سختې نیوکې شوې چې ویلي یې و، هغه کسان چې جنسي تېری کوي دا به ورته ښه وي، د خپل زور زیاتي له قرباني نجلۍ سره واده وکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې یو شمېر ۱۲ کلنې نجونې له 'رواني او فزیکي پلوه ' واده کولو ته چمتو دي.

د واکمن باریسان ملي ایتلاف غړي شهاب الدین یحیی ویلي، وداه کول به د زور زیاتي له قربانیانو سره د مناسب ژوند تېرولو کې مرسته وکړي. دا وروستیو کې مالیزیا کې پر ماشومانو د جنسي تېري ضد نوی قانون جوړ شوی.

محکمې د جنسي تېري تور رد کړی، وايي ښځې چیغې نه دي وهلې

هند کې زده کوونکو پر خپلې ټولګيوالې جنسي تېری کړی

د اپوزیسیون له لوري له مخالفت سره سره هم دغه قانون د ماشومانو پر ودولو بندیز نه لګوي. په ځانګړي حالت کې د مالیزیا مسلمانانو لپاره له ۱۶ کلنې کم عمر کې هم واده کول قانوني چاره ده.

د قرارداد په اړه یوه پارلماني بحث کې د سې شنبې پر ورځ نوموړي ویلي، که څه هم جنسي تېری یو جنايي فعل دی، خو په وینا یې تېري کونکي او قرباني دواړو ته باید یو بل فرصت ورکړل شي، چې د ژوند نوی پړاو پیل کړي:

'' کیدای شي واده کولو سره دواړه کسان 'چې تېری یې کړی او تېری پرې شوی ' راتلونکي کې غوره او مناسب ژوند وکړي او هغه نجلۍ چې تېری پرې شوی له یوې بدمرغه راتلونکي وژغورل شي. ''

نوموړي ویلي '' دې سره به هغه نجلۍ چې تېری پرې شوی لږ تر لږه یو میړه ولري او دا کېدای شي د ډېرېدونکو ټولنیز ستونزو لپاره یو حل ثابت شي. ''

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو د نوموړي څرګندونې غندلې

نوموړي دغه راز ویلي، یو شمېر نجونۍ په ۱۲ کلنۍ کې له فزیکي او رواني پلوه واده کولو ته چمتو وي.

بل لور ته د ماشومانو خیر، ښېګړې لپاره د یوې فعالې خیریه ټولنې مشرې شرمیلا سیکاران ویلي، د دغه سیاستوال څرګندونې د ځوانو نجونو لپاره د خطر یو زنګ دی.

یو شمېر نورو مالیزیایانو بیا نوموړی ' لومړۍ درجه احمق ' بللی دی او یو شمېر نورو بیا پر فېسبوک د نوموړي په لاس جوړ تصویرونه خپاره کړي او د هغه څرګندونې یې غندلې دي.

ښاغلي یحیی وروسته ویلي، چې څرګندونې یې په ناسم مفهوم اخیستل شوې او وايي د ده هدف د کم عمره کسانو ودونو جرم بللو سره مخالفت و، چې د نوموړي په وینا اسلامي قوانینو یې اجازه ورکړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب