ټرمپ: د سوریې کیمیاوي برید کې د ماشومانو وژنه بشریت ته سپکاوی دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ وايي، د سوریې او اسد په اړه یې دریځ ډېر بدل شوی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوریې هغه کیمیاوي برید کې د لسګونو ولسي وګړو وژل کېدل غندلي، چې پړه یې د سوریې پر هوايي ځواکونو اچول کېږي. ټرمپ دا برید "بشریت ته سپکاوی" بللی.

برید کې ماشومان هم وژل شوي.

ډونلډ ټرمپ د ادلب خان شیخون برید په اړه ویلي: "دا بشریت ته سپکاوی دی، چې تي خوري بې ګناه ماشومان وژل کېږي، دې سرغړونې تر ټولو کرښو پښه اړولې ده."

ټرمپ د سوري نظام ملګرې روسیې ته د پړې نېغه ګوته ونه نیوه، چې ویل کېږي دا برید د مسکو په مټ شوی.

روسیې د کیمیاوي وسلو برید پړه پر سوري مخالفانو اچولې

د موصل جګړه کې "لومړي کیمیاوي برید" ۱۲ کسان ټپیان کړل

خو ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې پر روسیې تور پورې کړی چې د دمشق ګناهونه پټوي.

نیکي هیلي نیویارک کې د امنیت شورا لانجمنې غونډې کې وویل: "روسیه هرځل خپلو تېروتنو ته د ځان تېرولو لاره لټوي او غواړي چې خپل ملګری (دمشق) هم بې ګناه ثابت کړي."

څه وشول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیکي هیلي نیویارک کې د امنیت شورا لانجمنې غونډې کې وویل: "روسیه هرځل خپلو تېروتنو ته د ځان تېرولو لاره لټوي او غواړي چې خپل ملګری (دمشق) هم بې ګناه ثابت کړي."

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتي بنسټ ویلي، د خان شیخون د سې شنبې ورځې په برید کې ۲۰ ماشومان او ۵۰ لویان ووژل شول.

د ولسي وګړو ځینې انځورونه خپاره شوي، چې ماشومان هم پکې دي، ماشومان د ساه لنډۍ ستونزه لري او له خولو یې ځګ راوځي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، ښکاري چې اغېزمن شوي د اعصابو ګډوډولو ګاز ښکار شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، هغه کلینیکونه هم په نخښه شوي، چې ټپیان پکې درملل کېدل.

ایا امریکا خپل سیاست بدل کړ؟

ټرمپ وايي: "درته وایم د سوریې او اسد په اړه زما دریځ ډېر بدل شوی، اوس موږ بالکل د بېلې مسلې په اړه غږېږو".

په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ د اردن له پاچا دویم عبدالله سره د خبرو پرمهال د سوریې په تړاو د امریکا د نوې تګلارې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "تاسو به یې وګورئ."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عیني شاهدانو ویلي، په برید کې هغه کلینیکونه هم په نخښه شوي، چې ټپیان پکې درملل کېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له روسیې وغوښتل چې د اسد ملاتړ ته له دوام ورکولو وړاندې "ښه فکر وکړي".

ټیلرسن، چې راتلونکې اونۍ مسکو ته روان دی، وویل: "موږ هېڅ کوچنی شک هم نه لرو چې د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې نظام ددغه وحشتناک برید مسؤول دی."

روسیه څه وايي؟

روسیې منلې چې سوري الوتکو خان شیخون کې برید کړی، خو وايي په برید کې د کیمیاوي وسلو هغه یوه ډېپو په نخښه شوې ده، چې په عراق کې سخت دریځو ډلو ګټه ترې اخیسته.

د روسیې د دفاع وزارت ایګور کونوشینکوف وویل "سوري الوتکو د ترهګرو د وسله یوه لویه زېرمه او دخان شیخون ښار په ختیځو برخو کې د پوځي تجهیزاتو یو امبار بمبار کړی، له زېرمې سره نژدې د کیمیاوي وسلو د تولید کارځای هم و."

د روسیې نظر څه رد شو؟

د کیمیاوي وسلو یو کارپوه ډګروال هیرمیش دو بریټون ګورډن بي بي سي ته وویل، د پېښې په اړه د روسانو خبره "ډېره خیالي" وه او دا خبره یې هېڅ د "منلو نه ده" چې وايي ګني د ګازو د تولید له کارځي چاودلو وروسته د سارین په څېر د اعصابو ګاز خپور شوی.

د ازاد ادلب پوځ قومندان حسن حاج علي رویټرز ته ویلي "ټولو الوتکې ولیدې چې ګازي بمونه یې وغورځول."

ځايي خبریالان او شنونکي وايي، په دې ښار کې پوځي مرکزونه نه و، بلکې شاوخوا یې د اورپکو تر واک لاندې سیمو کې وو.

ایا اسد وړاندې هم کیمیاوي وسلې کارولې؟

د انځور حقوق AFP
Image caption په برید کې ډېری قربانیان ماشومان دي

لوېدیځو قوتونو د اسد پر حکومت تور پورې کړی، چې د ۲۰۱۳ کال اګست کې یې د دمشق شاوخوا کې سارین ګاز کارولی، چې سلګونه کسان یې وژلي.

اسد دا تور ردوي او د برید مسؤولیت پر مخالفو وسله والو اچوي، خو وروسته یې ومنله چې سوریه کې یې کیمیاوي وسلې ویجاړې کړې دي.

که څه هم تر هغه وروسته د کیمیاوي وسلو د بندیز سازمان سوریه کې د زهرجنو موادو کارول څارلي دي.

د سوریې روانه جګړه کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، میلیونونه نور بې ځایه شوي او ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته د جګړو له اوره تښتېدلي او کډوال شوي دي.

ورته مطالب