انګ سان سوچي د روهینګیا مسلمانانو توکموژنه رد کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption اغلې سوچي د میانمار د ملي دیموکراسۍ لیګ مشره ده

د برما يا ميانمار د واکمن گوند مشره آنګ سان سوچي دا نه مني چې چې گواکې په دغه هېواد کې د روهېنگيا مسلمانانو توکموژنه روانه ده.

د نوبل سولې جايزې گټونکې آغلې سوچي له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې رخاين ايالت کې روانې ستونزې ومنلې خو په وينا يې هلته رامنځته شويو پېښو ته د توکموژنې نوم ورکول سم نه دي:

" زه فکر نه کوم چې هلته توکم وژنه روانه ده. زما په اند توکم وژنه ډېر سخت ټکى دى چې هلته رامنځته شوي حالت ته وکارول شي. زما په فکر هلته سخته تربگني روانه ده. هلته مسلمانان هم مسلمانان وژني چې ورباندې شک وشي له حکومت سره يې لاس يو کړى. دلته د توکم وژنې خبره نه ده لکه ځينې يې چې وايي. دلته سره دوه ويشلې غاړې دي او موږ د دغه ويش له منځه وړلو هڅه کوو."

م. م د میانمار چارواکي د روهینګیا مسلمانانو په ټولوژنې تورن کړي

د برما تاوتریخوالی؛ د یوه روهینګیا مسلمان سر غوڅ مړی موندل شوی

خو له روهېنگيا مسلمان لږکي سره د پوځ او پوليسو د ناسم چلند او تاوتريخوالي گڼ رپوټونه خپاره شوي او ملگرو ملتونو تېره مياشت په ميانمار کې له بشري حقونو د شويو سرغړونو ادعاو په تړاو د پلټنې اعلان وکړ.

له روهېنگيا مسلمانانو سره د ادعا شوي تاوتريخوالي په تړاو د آغلې سوچي چوپتيا سختې نيوکې را پارولي.

د انځور حقوق EPA
Image caption روهینګیا مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو پروګرام پرضد لاریون

نوموړې وايي مادر تريزا او يا مهاتما گاندي نه بلکې يو سياستواله ده خو

له ٢٠١٣ م کال راهيسې په رخاين ايالت کې د تاوتريخوالي له پيلېدو سره يې په دې تړاو د رسنيو ټولې پوښتنې ځواب کړي.

آغلې سوچي استدلال کوي ځوابونه يې ځکه له پامه غورځول شوي چې د ځينو د خوښې وړ څرگندونې يې نه دي کړي، او هغه د آغلې سوچي په باور د يوې ټولنې پر وړاندې د بلې هغې غندل دي.

'' اسلامي هېوادونه باید د روهنګیا مسلمانو مرستې ته رامخکې شي''

د ميانمار په رخاين ولايت کې پوځ وروسته له هغه عمليات پيل کړل چې په تېر اکتوبر کې پر پوله ساتو ځواکونو همغږي بريدونه وشول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption یوه روهینګیا ماشومه د بنګله دیش کډوالو کمپ کې ژاړي
د انځور حقوق Reuters
Image caption د بنګله دېش کډوالو کمپونو کې روهینګیا بې ځایه شوي

پر پوځيانو تور لگېدلى چې روهېنگيا مسلمانان يې له يوې مخې په نښه کړي. پوځ همداراز په جنسي تېريو، وژنو او ربړونې تورن شوى. رپوټونه وايي ٧٠٠٠٠ روهېنگيا مسلمانان گاونډ بنگله دېش ته تښتېدلي.

آغلې سوچي وايي پوځ له بشري حقونو د سرغړونې حق نه لري خو په خپلو پرېکړو کې خپلواک دى. نوموړې په څنگزنه توگه وويل حکومت د اساسي قانون د بدلولو هڅه کوي چې پوځ په خپل کابو کې راولي.

نوموړې گاونډ بنگله دېش ته د تښتېدلو روهنگيانو په تړاو وويل که برما ته بېرته ستانه شي نو خوندي به وي او په وينا ځينې ستانه شوي هم دي چې هر کلى يې شوى.

اړونده مطالب

ورته مطالب