هرو ۱۰ مړینو کې ۱ د سګرټ څکولو له امله ده

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي په ٢٠١٥ م کال کې د نژدې شپږنيم ميليون وگړو مړينه له سگرټ څکولو سره تړل شوې، چې نيمايي دغه کسان په چين، هند، امريکا او روسيه کې و.

گارډين:

سګرټ څکول د ځینو پر سږو ولې اغېز نه کوي؟

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې د سگرټ څکولو زيانونو په تړاو يو مطلب خپور کړى او وايي په نړۍ کې د رامنځ ته کېدونکو هرو لسو مړينو يوه د سگرټ څکولو له امله ده.

د يوې تازه څېړنې موندنو ښوولې چې د تنباکو کارونې مخنيوي په برخه کې د هېوادونو د شته تگلارو سره سره په ٢٠١٥ م کال کې د نړۍ په کچه يو ميليارډ وگړو سگرټ څکولي.

تمه ده چې د نړۍ د وگړو شمېر له ډېرېدو سره د سگرټ څکونکو شمېر هم زيات شي.

ورځپاڼه وايي په ٢٠١٥ م کال کې د نژدې شپږنيم ميليون وگړو مړينه له سگرټ څکولو سره تړل شوې، چې نيمايي دغه کسان په چين، هند، امريکا او روسيه کې و.

واشنگټن پوست:

ټرمپ: کیمیاوي برید کې د ماشومانو وژل بشریت ته سپکاوی دی

واشنگټن پوست ورځپاڼه په سوريه کې شوي کيمياوي بريد ته په اشاره وايي د سوريې کړکېچ او د شمالي کوريا قضيه د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ تگلارې لپاره يوه آزموينه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې کیمیاوي برید کې لږترلږه ۲۰ ماشومان هم وژل شوي

ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ وړاندې له امريکا لېرې پرتو هېوادونو کې د خلکو کړاوونو په تړاو بې پروايي څرگنده کړې وه. خو نوموړي په سوريه کې وروستۍ بوږنوونکې پېښې ته په طبيعي ډول له کرکې ډک غبرگون ښوولى.

ورځپاڼه زياتوي، خو اوس وليدل شي چې د کيمياوي بريد دا په پېښه به د نوموړي په بهرنۍ تگلاره کې د بدلانه لامل شي او که څنگه.

د واشنگټن پوست په وينا د ولسمشر ټرمپ دا فلسفه چې گواکې د امريکا گټې ورته تر بل هر څه لومړيتوب لري، اوس له اخلاقي ننگونې سره مخامخ ده.

نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز خپله سرليکنه د امريکا او چين د ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او شي جېن پېنگ ترمنځ کېدونکې کتنې ته ځانگړې کړې او وايي دا ولسمشر ټرمپ لپاره تر ټولو مهمه کتنه ده.

د ورځپاڼې په وينا په دغو دوه ورځنيو خبرو اترو کې به جوته شي چې آيا د نه وړاندوينې وړ او تازه کاره ټرمپ او د تجربې خاوند شي جېن پينگ چې تل د يوۀ پلان له مخې کار کوي په دې وتوانېږي چې د نړۍ دغه تر ټولو مهم دوه اړخيزه اړيکي په اغېزمنه توگه اداره کړي؟

د انځور حقوق AFP

شمالي کوريا او سوداگرييز مسايل به د دغو خبرو مهمې او ناندرييزې موضوعگانې وي.

ورځپاڼه وايي دا کتنه به همداراز د ولسمشر ټرمپ د زوم "جارېد کوشنر" او د ښاغلي ټرمپ د سلاکارانو لپاره يو لوى آزمېښت وي چې د بهرنۍ تگلارې او حکومتوالۍ په برخه کې تجربه نه لري.

ورته مطالب