کمبوډیا کې د میندو د شیدو د پلورلو پر سر بحثونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption منتقدین وايي د شیدو پلورل میندې هڅوي چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورنکړي

منتقدین وايي د شیدو پلورل میندې هڅوي چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورنکړي

کمبوډیا کې ځینو میندو خپلې شیدې پر امریکايي ښځو باندې پلورلې، خو اوس دغه ناندره ییزه کار منع شوی دی.

دغې قضیې دا پوښتنې راپورته کړې چې آیا دا له ښځو ناوړه ګټه اخیستل او که د هغوې ځواکمنول دي.

کمبوډیا کې څه پېښ شول؟

په تېرو دوو کلونو کې، په لسګونو ښځو خپلې اضافي شیدې پر یوه شرکت باندې چې امبروزیا لاب نومېده پلورلې.

دغه شرکت دا شیدې پروسس کولې او د امریکا په متحدو ایالتونو کې يې پلورلې. دا شیدې هغو امریکايي میندو لپاره بازار ته وړاندې کیدلې چې د خپلو ماشومانو لپاره یې خپلې شیدې نه درلودلې.

څه موده وړاندې کمبوډیا د مور د تي د شیدو پر صادرولو یو فوري بندیز ولګاوه، چې عملا یې دغه تجارت له منځه یووړ.

روښانه نه ده چې ولې یې اوس دا کار وکړ، خو په دې وروستیو کې پرځینو نورو ناندره ییزو فعالیتونو هم بندیز لګول شوی و، لکه د بدن د غړو قاچاق او د میندو په رحم کې د بل چا لپاره د اولاد پیدا کول.

روغتیايي کارکونکو وویل په دې هکله یې ځکه پلټنې کولې چې "دا تولیدات له انساني غړي څخه ترلاسه کيږي".

په یو شميرهيوادونو کې د شیدو بانکونه شته چې هلته ښځې کولای شي د اړمنو ماشومانو لپاره خپلې اضافي شیدې د بسپنې په توګه ورکړي. د ځینو ویبسایټونو او خصوصي شبکو له لارې هم د میندو د تي شیدې پلورل کېږي، چې د ځینو هيوادونو لخوا د محدودیتونو لګولو سره سره یو نوی تجارت ګرځېدلی.

دا قضیه ولې ناندره ییزه ده؟

د ماشومانو خیریه موسسه، یونیسیف، وايي دا کار "د ګټې ترلاسه کولو اوسوداګریزو موخو لپاره له بيوزلو او اړمنو ښځو څخه ناوړه ګټه پورته کول دي"، او وايي چې د مور د تي شیدې باید تجارتي نه کړل شي.

د امبروزیا شرکت، د کمبوډیا پلازمېنې فنوم پن ته نژدې د سټینګ مینچي په بیوزله سیمه کې خپل یو دوکان جوړکړی و، او داسې رپوټونه وو چې د دغه ځای له ښځو څخه یې شیدې پېرودلې.

رپوټونو ویل چې د امبرزیا شرکت د ۲۸ ملي لیټرو شیدو په مقابل کې نیم امریکايي ډالر یا پنځوس پنسه ورکول، خو په امریکا کې یې دغه شیدې په اته ځله زیاتې بیې پلورلې.

منتقدین وايی دغه کار میندې هڅوي چې خپلې شیدې خپلو ماشومانو ته ورنکړي او ویې پلوري.

د انځور حقوق Getty Images

د کهون میدا یا د "مورشیدې" په نامه د امبروزیا شرکت سیمه ییز دفتر، د سټنګ مینچي په سیمه کې جوړ شوی و.

روغتیايي ټولنپوهه، اونچالي پالمکویست، وايي: امبروزیا، "ښځو ته د اونس په حساب پېسې ورکولې، او له دې امله ښځې ترفشار لاندې وې چې خپلې شیدې وپلوري... کله چې یوه بیه رامنځته کوئ، د هڅولو سبب کېږي".

هغه وايی ښځې ښايي بشپړمعلومات ونه لري. هغوې ښايي په دې باور وي چې خپلې اضافي شیدې پلوري، هغه ښځې چې خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکوي معمولا همدومره شیدې تولیدوي چې د خپل ماشوم لپاره یې بسنه کوي، نو کېدای شي ځینې ښځې په غیر ارادي ډول د ناخبرۍ له مخې خپلې هغه شیدې وپلوري چې خپل ماشوم يې ورته اړتیا لري.

یوه متبادله لاره له پوډري شیدو کار اخیستل دي، خو هغه اکثریت خلک چې د کمبوډیا په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، ښايي په پرلپسې ډول پاکې اوبه ونه لري چې له پوډري شیدو سره یې یوځای کړي. ډېری ښځې به لا دومره اقتصادي توان هم ونه لري چې د ماشومانو پوډري شیدې له بازاره ترلاسه کړي.

په کمبوډیا کې یو زیات شمېر نويو زېږېدلیو ماشومانو ته د مور د تي شیدې ورکول کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې دا شمېره کمه شوې ده، او یونیسیف وايي چې هلته د ماشومانو خوارځواکي تراوسه پورې یوه ستونزه ده.

د امبروزیا شرکت وايي یواځې له هغو ښځو شیدې اخلي چې لږ ترلږه تر شپږو میاشتو پورې یې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړې وې- دا هغه کمه کچه ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا توصیه کېږي. امبروزیا دا هم وايي چې له میندو یې د ورځې یواځې دوه ځلي شیدې اخیستلې.

د روغتیا نړیوال سازمان توصیه کوي چې تر دوو کلونو یا زیات وخت لپاره باید ماشومانو ته د نورو خوراکونو ترڅنګ د مور شیدې ورکړی شي.

آیا دا بحث نور اړخونه هم لري؟

د امبروزیا شرکت استدلال کړی چې دوی ښځې "ځواکمنولې"، او ادعا کوي چې په دې ډول یې له ۹۰ زیاتو کورنیو سره مالي مرسته کړې.

دغو ښځو رسنیو ته ویلي چې د خپلو شیدو پلورل د دوی لپاره د اړتیا وړ یو باثباته عاید سرچینه وه چې دوی کولای شوای په کور کې پاتې شي او د خپلو ماشومانو پالنه وکړي. هغوی د ورځې تر ۱۲ امریکايي ډالرو پورې ګټلای شوای- چې دا د پام وړ پېسې دي.

د چیا سام په نامه یوې میندې د اې اېف پي خبري آژانس ته وویل: "موږ افسوس کوو چې دا تجارت منع شوی دی. زموږ ژوند او اقتصاد سره یې ډېره مرسته کړې وه."

یوه متبادله لاره به په فابریکو کې کار کول یا نور کارونه وي چې تنخوا به یې کمه وي او شرایط به یې هم دومره ښه نه وي.

د کمبوډیا د ښځو د مسلو یوه څېړونکې، انوسکا ډېرکس، وايی "هغوۍ ښايي له خپلو ماشومانو لیرې په اوږدو ساعتونو په کارونو بوخت وي، او نه به شي کولای د ډېر وخت لپاره خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي."

د انځور حقوق Getty Images

په داسې حال کې چې په کمبوډیا کې ډېری میندې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي، خو سره ددې په عمومي توګه خوارځوکي تراوسه یوه ستونزه ده

د ځینو هغو میندو له نظره چې خپلې شیدې یې پلورلې دا کار نورو میندوسره یو ډول مرسته وه. پروفیسر ډېرکس وايي د جنوب ختیځې آسیا په یو شمېر ټولنو کې "د مور د تي شیدې د خپلوۍ په رامنځته کولو کې رول لوبوي".

د کورن واني په نامه یوې میندې د فنوم پن یوې ورځپانې ته ویلي "دا داسې ده لکه چې هغه بل ماشوم هم ستا ماشوم وي".

نو په دې ډول دا مسله د ښځو په توګه د میندو د حق په اړه هم ده.

بشرپېژندونکې، چارلټ فیېرکلوت، چې ماشومانو ته د مور د تي د شیدود دود په اړه يې پلټنې کړي وايي "سره د دې چې کېدی شي دا یوه نارامونکې مسله وي، خو اصلا میندې حق لري چې د خپل بدن په اړه پرېکړه وکړي".

"دا سخته خبره ده چې د هغوی د خپلواکۍ لپاره څوک پرېکړه وکړي او ووايي چې هغوې بې تعلیمه دي یا په خپله ګټه او زیان نه پوهېږي. کېدای شي دا خبره هغوی ته د کمې سترګې کتلو په معنی وبلل شي.

"که پېریدونکی او پلورونکی دواړه خوښ وي نو موږ باید د هغوی د پرېکړې درناوی وکړو."

نو آیا کمبوډیايي ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلې شیدې وپلوري؟

ډاکټره پالمکویسټ استدلال کوي چې دا ښځې "بېوزلې دي او له دې کبله په داسې یو چاپېریال کې ژوند کوي چې غوراوی یې محدود دی. په حقیقت کې هلته کوم بل غوراوی نشته".

"له بېوزلۍ د هغوې د خلاصون لپاره ښايي ډېرې نورې داسې لارې هم وي چې له بیولوژیکي پلوه له هغوی ناوړه ګټه نه پورته کېږي"، لکه د ښې پوهنې روزنې شرایط برابرول او د کار موندلوفرصتونه.

د کمبوډیا حکومت د یوې لنډې وینا پاڼې په خپرولو سره د دې بندیز په اړه ویلي: "سره د دې چې موږ تراوسه بېوزلي یوو، خو دومره بېوزلي هم نه یوو چې د انسان د تي شیدې وپلورو."

خو کارپوهان په دې اړه په یو نظردي چې د مورد شیدو نړیوال پېراو پلور یو ډېر پېچلی خو مخ پر ودې صنعت دی چې په هکله یې باید ډېره نوره څېړنه وشي.