سويډن کې لارۍ پر پلورنځي ورغلې، څلور کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption لارۍ د ښار مرکزي برخه کې پر اهلین نومي پلورنځي ورغلې

د سویډن پولیسو په وینا د دغه هېواد پلازمېنې سټاکهوم په مرکزي برخه کې یوه لارۍ پر یوه پلورنځي ورغلې، چې پایله کې یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د سویډن پولیسو په وینا یو شمېر کسان پېښه کې ټپیان شوي دي.

د سویډن لومړي وزیر سټافان لوفوین ویلي، پر هېواد یې برید شوی دی او په وینا ټول شواهد ښيي، چې دا یوه ترهګریزه کړنه وه.

د انځور حقوق AFP/ GETTY
Image caption د پولیسو ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي

پېښه له ځايي مهال سره سم له ماسپښین درېیو بجو لږ مخکې په دروټنینګاټن 'کوین سټریټ ' سیمه کې شوې، چې د پلي خلکو د تګ راتګ لویه لاره ده.

عیني شاهدانو ځايي رسنیو ته ویلي یوه لارۍ یې ولیده، چې د یوه لوی پلورنځي پر کړکۍ ورغله او وايي دوی پر ځمکه پراته خلک هم لیدلي.

د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر د امنیتي سرچینو له قوله وايي، چې د ښار یوه بله برخه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه دواړه پېښې سره تړلې دي که نه.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption سویډن پولیس د پېښې ځای کې لیدل کېږي

د پلورنځي یوه کارکونکي د سویډن دولتي ټلویزیون 'ایس وې ټي ' ته ویلي:

''ډېره ګډوډي ده، زه هېڅ نه پوهېږم څومره کسان ټپیان دي. ډېر خلک هک حیران پاتې دي. ''

ويل کېږي په دغه پېښه کې يو شمېر کسان ټپيان شوی هم دی.

په دې اړه نور جزيات لږ وروسته

اړونده مطالب