اسټرالیا ترکیې کې د ترهګرۍ د خطر خبرداری ورکړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لوی شمېر اسټرالیایان او نیوزلنډیان انزاک ورځې مراسمو کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کوي

اسټرالیا حکومت خبرداری ورکړی، چې کیدای شي اورپکي د راونۍ میاشتې اوږدو کې ترکیې کې د 'انزاک 'ورځې مراسمو په نښه کولو هڅه وکړي.

دغه مراسم په لومړۍ نړیواله جګړه کې د نیوزلانډ او اسټرالیا ښکېلتیا د یادګار په توګه لمنانځل کېږي.

اسټرالیا کې د رضاکارۍ چارو وزیر ډان تیهان ویلي، حکومت یې د ترکیې ګالیپولي ټاپو وزمې کې د احتمالي خطر په اړه رپوټونه تر لاسه کړي دي.

ترکیې له هالنډه د غچ اخیستو ګواښ کړی

د ترکیې پولې ته څېرمه د "سوري" پوځ الوتکه ویشتل شوې

نوموړي په دې اړه تفصیلات نه دي پر ډاګه کړي، خو سفر کوونکو ته یې ویلي، چې متوجه اوسي:

''په پای کې دا په سفر کونکو پورې اړه لري، چې د سفر کولو پرېکړه کوي او که نه. ''

د ترکیې سفر کونکو لپاره د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت او سوداګرۍ هم خپل معلومات تازه کړي دي، خو دوی کوم خبرداری نه دی خپور کړی.

د اسټرالیا فدرالي پولیسو مرستیال مشر میخایل پهیلان ویلي:

''موږ د ترکیې پر چارواکو باوري یو، چې د ټاپو وزمې او په سیمه کې د نورو مراسمو ساتنه کوي. ''

۲۰۱۵ کال کې د انزاک سلمې کلیزې مراسمو کې د ګډون لپاره ۱۵۰۰۰ اسټرالیایانو ګالیپولي ټاپو وزمې ته سفر کړی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب