د امریکا سمندري ځواکونو سوریه کې یوه هوایي اډه په توغندیو ویشتې

امریکا په دغو کنټرولیدونکو توغندیو په سوریه کې یوه هوایي اډه بمبار کړې ده د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا په دغو کنټرولیدونکو توغندیو په سوریه کې یوه هوایي اډه بمبار کړې ده

امریکا وایي، سوریه کې د وروستي کیمیاوي برید په غبرګون کې یې د سوریې پوځ یوه هوایي اډه په نښه کړې ده. د امریکا سمندري ځواکونو په دې برید کې د توماهاک کروز توغندي کارول شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، د مدیترانې ختیځ کې له سمندري بیړیو یې د سوریې په لویدیځ کې یوه هوایي اډه په ۵۹ کروز توغندیو ویشتې ده.

پنتاګون ویلي، د حمص ولایت شعیرات اډه یې په نښه کړې چې د امریکا په وینا په ادلب ولایت کې کیمیاوي برید له همدې اډې ترسره شوی و.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوریې د ولسمشر بشار اسد ته پر وفادارو ځواکونو د مستقیم برید فرمان ورکوي.

د امریکا ولسمشر چې له خپل چینایي سیال شي جین پینګ سره د کتنې لپاره یې فلوریډا ته سفر کړی، د امریکا خلکو ته یې ددغه پوځي ګام پورته کولو خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ اسد یو دیکتاتور وباله او هغه یې تورن کړ چې په وروستي پېښه کې یې د اعصابو ضد ګازو سره بېګناه خلک او له ډلې یې "ګلالي ماشومان" په بې رحمانه ډول وژلي دي.

ډونلډ ټرمپ وویل، "په دې کې هېڅ د خبرې ځای نشته چې سوریې له منع شویو کیمیاوي وسلو ګټه پورته کړې ده."

+ دمشق د ملګرو ملتونو د څېړنې لپاره شرطونه ایښي

+ ټرمپ: کیمیاوي برید کې د ماشومانو وژل بشریت ته سپکاوی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې دولت ددغه کیمیاوي وسلو برید یو بې بنسټه تور بللی دی.

د سوریې دولت ددغه کیمیاوي وسلو برید یو بې بنسټه تور بللی دی.

د سوریې دولتي ټلویزیون اعلان کړی چې "تېري کوونکي امریکا" په سوریه کې پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

تراوسه ددغه برید د وژل شویو یا احتمالي ټپیانو د شمېر په اړه خبرونه نه دي خپاره شوي.

پنتاګون تایید کړې چې تر برید وړاندې یې روسیه خبره کړې وه چې په نژدې وخت کې یو برید کېږي، ترڅو په سوریه کې د روسیې الوتکو یا پرسونل ته زیان وانه وړي.

+ روسیې د کیمیاوي وسلو برید پړه پر سوري مخالفانو اچولې

کتونکي وایي، د امریکا مرکزي قومندانۍ چې په منځني ختیځ کې پوځي حضور لري، کلونه وړاندې د سوریې پر دولت د بریدونو طرحې چمتو کړې وې چې که سپینه ماڼۍ پرېکړه وکړي، نو سملاسي یې د پلي کولو امکان وي.

جمهوریپالو سناتورانو جان مک کین او لېنډسي ګراهام چې معمولا پر ټرمپ نیوکه کوي د یوې وینا په خپرولو د هغه له دې ګام نه ملاتړ کړی دی.

هغوی وویل، "د پخواني دولت (اوباما) پر خلاف، ولسمشر ټرمپ چې د سوریې په اړه له برخلیک ټاکونکي شېبې سره مخ شو نو ګام یې پورته کړ. هغه ددې وړ دی چې ددې کار له امله د امریکا خلک ترې ملاتړ وکړي."

سوریې کې د کیمیاوي برید په تړاو د ډونلډ ټرمپ توندو خبرو وروسته، د بشار اسد حکومت پروړاندې د پوځي اقدام ګومانونه ډېر شوي و.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اپرېل شپږمه) د ادلب ولایت په خان شیخون ښار کې کیمیاوي برید چې ۸۶ کسان یې د ماشومانو په ګډون ووژل خونړی وباله او هغه یې د بشار اسد رسوایي یاده کړه. هغه وروسته وویل، "باید یو کار وشي."

اړونده مطالب

ورته مطالب