پر سوریې برید؛ د ټولنیزو شبکو عرب کاروونکو له 'ابو ایوانکا' مننه وکړه

یوه کاروونکي د ټرمپ انځور له فېز خولۍ سره فوټوشاپ کړی او د انځور لاندې یې لیکلي: "مینه درسره لرو". د انځور حقوق FACEBOOK/BASEL KARZOUN
Image caption یوه کاروونکي د ټرمپ انځور له فېز خولۍ سره فوټوشاپ کړی او د انځور لاندې یې لیکلي: "مینه درسره لرو".

د ټولنیزو شبکو عرب کاروونکو له "ابو ایوانکا" یا همغه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه پر سوریې د توغندیز برید له امله مننه کړې ده.

امریکا په سوریه کې د کیمیاوي برید په غبرګون کې د جمعه په سهار (مارچ ۷مه) وختي د سوریې پوځ یوه هوایي اډه په توغندیو وویشته.

تر دې برید لږ څه وروسته د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو ډونلډ ټرمپ ته د "ابو ایوانکا" (د ایوانکا پلار) لقب په ورکولو خپل درناوی او لېوالتیا څرګنده کړه. یو شمېر نورو کاروونکو هم د ډونلډ ټرمپ د لور نوم او ملیت ته په اشارې د "امریکایي ابو ایوانکا" کلمه وکاروله.

ددې ترڅنګ یو شمېر نورو کاروونکو بیا د ډونلډ ټرمپ د کړنو او انګېزې په اړه انتقادي چلند درلود.

یوه کاروونکي د ټرمپ انځور له فېز خولۍ سره فوټوشاپ کړی او د انځور لاندې یې لیکلي: "مینه درسره لرو".

فېز یو ډول خولۍ ده چې په ځینو هېوادونو لکه د عثماني امپراتورۍ تر واک لاندې سیمو کې د نارینه و لپاره دود وه او په عربي کې ورته طربوش هم وایي او لا هم په ځینو سیمو کې کارول کېږي.

د انځور حقوق Twitter

هغه همداراز "پر خپلې ژمنې درېدونکي شخص" ګڼل شوی او یوه کاروونکي لیکلي، "تا په څو میاشتو کې داسې کار وکړ چې اوباما په اتو کلونو کې ونشوای کولی ترسره کړي."

+ امریکایي ځواکونو د سوریې یوه هوایي اډه په توغندیو ویشتې

+ پر سوریې د امریکا توغندیز برید ته د هېوادونو بېلابېل غبرګونونه

په ادلب کې یوه رسنیز فعال هم د بریدونو د دوام غوښتنه کړې او د امریکا له ولسمشر نه یې غوښتي چې خپل کار ته دوام ورکړي او "اسد وپرځوي".

د انځور حقوق FACEBOOK/MOUSTAFA JACOUB
Image caption د امریکا بوسټن کې مېشت یوه سوري هم د امریکا پر نقشې د ټرمپ انځور په فیسبوک کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې "درباندې مین یو".

همداراز په داسې حال کې چې ځینو کسانو وویل، "هېڅکله یې باور نه کېده" داسې ورځ راشي چې له ټرمپ نه د یوه کار ترسره کولو لپاره چې "هېڅ ډارن عرب حاکم یې د ترسره کولو زړورتیا نه لرله" مننه وکړي.

یوه سوري پر ټولنیزې شبکې لیکلي: "زموږ زړونو ته هیله لږ لږ بېرته راګرځي. مننه ټرمپه".

لندن کې یوه مېشت سوري لیکلي، "په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اسد رژیم د خپلو جنایتونو ځواب ورکړ."

د امریکا بوسټن کې مېشت یوه سوري هم د امریکا پر نقشې د ټرمپ انځور په فیسبوک کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې "درباندې مین یو".

یوه سوري خبریال رامي جراج بیا یو څه بېل غبرګون وښوده او ویې لیکل: "د سوریې خلک ټرمپ ته چې د بشري حقونو ډېره بده مخینه لري، لاسونه نه پړکوي. هغوی یوازې پردې خوښ دي چې د اسد لپاره ددوی د وژلو امکان کمېږي."

د انځور حقوق Twitter