د ستاکهلم برید؛ پولیسو د لارۍ چلوونکی بریدګر نیولی

سوئد- استکهلم د انځور حقوق Inpho

پولیسو ویلي، د سوېډن په پلازمېنه ستاکهلم کې د جمعې ورځې مرګوني لارۍ برید په تور یو کس نیول شوی چې باور کېږي د همغې لارۍ ډرېور دی.

دغه سړی د ښار په شمالي څنډه کې نیول شوی او نوم یې نه دی په ډاګه شوی، خو د سوېډني رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان تبعه دی.

د پلازمېنې په مرکزي برخه کې د یوه پلورنځي مخې ته پر خلکو د لارۍ خېژولو په پېښه کې څلور کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې په لارۍ کې چاودېدونکي توکي موندل شوي، خو پولیسو ویلي چې دوی یې نشي تاییدولی.

یوه عیني شاهد د پېښې صحنه وېروونکې وبلله چې په وینا یې مړي او ټپیان پر سړک پراته وو. د سوېډن لومړي وزیر سټېفن لافوېن دا ترهګریز برید بللی او امر یې کړی چې د هېواد پولو امنیت لا ټینګ شي.

+ سويډن کې لارۍ پر پلورنځي ورغلې، څلور کسان وژل شوي

تورن کس د جمعې په شپه هغه مهال ونیول شو چې د پولیسو لخوا د امنیتي کامرو په وسیله د مشکوک بریدګر انځورونه خپاره شول. وروسته د یوه بل کس د نیول کېدو خبر هم ورکړل شو.

د پولیسو ویاند لاس بایسټروم فرانس پرس ته ویلي، "پر نیول شوي کس شکمن یو چې خپله بریدګر دی."

سیمه ییزو رسنیو د پولیسو یوې سرچینې په حواله ویلي دویم نیول شوي کس هم له لومړني سره د اړیکو په شک توقیف شوی دی.

Image caption پولیسو د برید په سیمه کې د امنیتي کامرو په وسیله اخیستل شوي انځور خپور کړ

د لارۍ څښتن شرکت ویلي چې موټر یې پرون سهار غلا شوی و.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Inpho
د انځور حقوق EPA

اړونده مطالب