ملاله یوسفزۍ 'د سولې پیغام رسوونکې' ټاکل کېږي

ملالہ یوسف زئی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملالې یوسفزۍ په ۲۰۱۴ کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه

د نوبل جایزې تر ټولو کم عمره وړونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو لخوا "د سولې پیغام رسوونکې" ټاکل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرش د جمعې په ورځ (اپرېل ۷مه) وویل، ۱۹ کلنه یوسفزۍ به له دوشنبې ورځ خپل کارونه پیل کړي او په نوی رول کې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نجونو تعلیم پراختیا لپاره هڅې وکړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ ته د سولې پیغام رسونې مسوولیت ورکړې اعلان به نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشي.

دا مراسم د قیمومیت شورا په خونه کې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملالې یوسفزۍ د ټاکلو په اړه وویل، هغې د سختو ګواښونو په شتون کې د ښځو او نجونو او نورو عامو انسانانو د حقونو لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي.

+ ملاله یوسفزۍ د امنسټي انټرنېشنل" وجدان سفیره" شوه

+ ملالې یوسفزۍ د سولې لپاره د نوبل جایزه وګټله

د انځور حقوق EPA

د نجونو د تعلیم لپاره د هغې هڅو په ټوله نړۍ کې دغې خوځښت نه ساه ورکړه. د ملګرو ملتونو تر ټولو کم عمره د نوبل جایزې ګټونکې اوس د سولې پیغام رسوونکې په توګه ټاکل کېدو سره د عدالت پروره او خوندي نړۍ جوړولو کې خپل رول ترسر کوي.

ملاله یوسفزۍ د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲مه د پاکستان په سوات دره کې زېږېدلې. په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته هغه په نړۍ کې د نجونو د تعلیم لپاره د هڅو سمبول شو. له بریده تر روغ وتلو وروسته هغه په ټوله نړۍ کې د نجونو د تعلیم مدافع وګرځېده.

په ۲۰۱۳ کال کې ملالې او د هغې پلار ضیاؤ الدین یوسفزي په نجونو کې د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د ملالې بنسټ جوړ کړ. د نوبل جایزې ګټونکو په ډله کې ملاله یوسفزۍ ترټولو کم عمره وه چې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې یې دغه جایزه خپله کړه.

+ امریکا ملالې یوسفزۍ ته د ازادۍ میډال ورکړ

+ د ملالې مور: د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی