د امنیت شورا غونډه کې روسیې امریکا ته د 'سختو پایلو' خبرداری ورکړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر سوریې د امریکا متحدو ایالتونو توغندیز برید ته د روسیې توند غبرګون

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کې د روسیې مرستیال سفیر ولادمیر سفکرونوف امریکا ته پر سوریې د دویم ځلي برید په صورت کې د 'سختو پایلو ' خبرداری ورکړی دی. ښاغلي سفکرونوف ویلي:

''تاسې باید د سختو پایلو لپاره چمتو اوسئ او د دې ټول مسسولیت به د هغو کسانو پر اوږو وي، چې دغه بریدونه یې کړي دي. د هغو پوښتنو په ځواب کې، چې دغه سختې پایلې به څه وي ښاغلي سفکرونوف ویلي: لیبیا ته وګورئ، عراق ته وګورئ. ''

د انځور حقوق EPA
Image caption ولادمیر سفکرونوف ویلي، منفي پایلو ته چمتو اوسئ

روسیې د امریکا متحدو ایالتونو هغه توغندويي برید ته توند غبرګون ښوولی، چې د سوریې هوايي ځواک پر یوې اډې یې کړی. رپوټونو کې ویل شوي دغه اډه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. امریکايي چارواکي وايي، دغه اډه د سې شنبې پر ورځ شمال لوېدیځه سوریه کې د کیمیاوي وسلو یوه برید لپاره کاروول شوې وه.

خو روسیه چې د بشارالاسد ملاتړ کوي د امریکا دغه برید یې غندلی دی او هغه هوکړه یې لغو کړې، چې د سوریې حریم کې د هوايي ځواکونو خپلمنځي خوندیتوب په اړه و.

روسیې دغه راز د سوریې دافع هوا ځواک پیاوړي کولو ژمنه کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د خان شیخون سیمې یو شمېر اوسېدونکي د جمعې پر ورځ خپله سیمه پرېږدي

د بشار الاسد حکومت خلاف د امریکا دغه لومړني مخامخ پوځي اقدام کې ویل کېږي، چې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، 'سوریې کې د امریکا پوځي برید د نړیوال وسله وال ټکر بلل کېږي. '

د سره صلیب یوه ویاند ویلي د یوه هېواد له لوري د بل هېواد له خوښې پرته پوځي کړنه انټرنېشنل ارمډ کانفلیکټ یعنی نړیوال وسله وال ټکر بلل کېږي:

''د معلوماتو له مخې امریکا په سوریې کې پر پوځي تنصیب برید کړی او دا د نړیوال وسله وال ټکر په کیټګوري کې راځي. ''

امریکایي ځواکونو د سوریې یوه هوایي اډه په توغندیو ویشتې

پر سوریې د امریکا توغندیز برید ته د هېوادونو بېلابېل غبرګونونه

د ادلب ایالت په خان شیخون سیمه کې، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دی، د کیمیاوي موادو یوه مشکوک برید کې د ماشومانو په ګډون نژدې ۸۰ کسان وژل شوي وو.

د سوریې حکومت مخالفان او لوېدیځوال هېوادونه وايي، دغه برید د سوریې حکومت کړی، خو سوریې دغه رپوټونه رد کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جمعې ورځې له برید وروسته د هوايي ځواک اډه کې ویجاړي له ورایه ښکاري

بل لور ته دغه برید ته ځواب کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد دفتر '' د حمص څنډو کې پر الشعیرات هوايي ډګر د امریکا تېری احمقانه او غیر مسوولانه '' بللی دی.

د ښاغلي اسد دفتر دغه راز ویلي ''د امریکا تېری د ترهګرو ځپلو او په هر ځای کې چې وي پرې د بریدونو ډېرولو لپاره زموږ هوډ زیات کړی دی. ''

د امریکا دیموکرات ګوند نینسي پلوسې د امریکا کانګریس کې د استازو جرګې مشر پال رایان ته یوه لیک کې له هغه غوښتنه کړې، چې د کانګریس غونډه راوبولي. کانګریس غړي به د جمعې له ورځې وروسته دوې اونۍ رخصتۍ ولري. په لیک کې راغلي:

'' د سوریې ولسمشر بشارالاسد اقداماتو هغه د انساني رویې له کتاره بهر کړی دی. د اساسي قانون له مخې دا د کانګریس دنده ده، چې د جګړې اعلان وکړي. کانګریس باید د خپل مسوولیت له مخې د یوه خپلواک هېواد خلاف د پوځي فعالیت تایید په تړاو بحث وکړي. ''

په لیک کې دغه راز زیاته شوې.

'' د اسد له لوري د هغه د خپل ولس پر ضد د کیمیاوي وسلو کاروول خواشینونکې چاره ده او د سوریې کړکېچ په یوه شپه کې د هوايي بریدونو له لارې نه شي حل کېدای. تر هغه مهاله د خلکو د وژل کېدو مخه نه شي نیول کېدای، چې د تشدد مخنیوي لپاره یو هر اړخیز سیاسي حل و نه موندل شي. ''

بل لور ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر سوریې د امریکايي توغندیز برید په تړاو غونډه کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ د زغم غوښتنه کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا متحده ایالتونه دا مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشري کوي

ځايي چارواکي او عیني شاهدان وايي، هوايي ډګر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی او سوري پوځ ویلي برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. دا لومړی ځل دی، چې امریکا پر هغه پوځ برید کړی، چې مشري یې خپله د سوریې ولسمشر بشارالاسد کوي.

له دغه برید وروسته د بشارالاسد پلوي هېواد روسیې دغه بریدونه غندلي دي. د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمتري پیسکوف دغه بریدونه ( پر یوه خپلواک هېواد یرغل ) بللی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي:

''دا څرګنده ده، چې پر سوریې د امریکايي برید پلان له مخکې چمتو شوی و. د دغو مسایلو ماهرین پوهېږي، چې پر سوریې د امریکايي برید پلان د ادلب له بریده مخکې چمتو شوی و او د ادلب پېښه د پلمې په توګه کاروول کېږي. ''

بل لور ته د بریتانیا رویټرز خبري اژانس د روسيې بهرنیو چارو وزارت چارواکو له قوله ویلي، چې روسیه سوریې کې له امریکا سره د هوايي خوندیتابه هوکړه ځنډوي.

د انځور حقوق Reuters

دغه هوکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د دې لپاره شوې وه، چې د سوریې فضايي حریم کې د دواړو هېوادونو هوايي ځواکونه پر یوه بل بریدونه و نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، ده د سوریې پر هغه هوايي ډګر د برید امر کړی، چې د سې شنبې پر ورځ له همدغه هوايي ډګره د سوریې هوايي ځواک برید کړی و.

ولسمشر له ټولو ( مهذبو هېوادونو ) غوښتي، چې د سوریې کړکېچ پای ته رسولو لړ کې مرسته وکړي. د ادلب خان شیخون سیمه کې د زهرجنو موادو یوه مشکوک برید پایله کې تر اوسه د ۲۷ ماشومانو په ګډون ۷۲ کسان وژل شوي دي.

د سوریې ملي اتحاد په نامه د سوري حکومت مخالفینو اییتلاف د امریکا د دغه برید هرکلی کړی دی. د دغه اتحاد ویاند احمد رمضان له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي:

''موږ د دغه ډول نورو بریدونو تمه کوو او هیله مو دا ده، چې دا پیلامه واوسي. ''

امریکا او متحدینو یې د هوايي برید پر مهال پر سوریې د کیمیاوي وسلو استعمالولو تور پورې کړی، خو سوریې دغه تورونه رد کړي دي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، هغه هوايي ډګر چې په نښه شوی دی له وحشتناک کیمیاوي برید سره مخامخ تړاو لري.

ویاند ویلي:

د انځور حقوق Reuters

''موږ له بشپړې څېړنې وروسته په پوره باور سره وایو، چې د روانې اوونۍ پیل کې د کیمیاوي وسلې برید د اسد حکومت په امر له همدغه ځایه د هوايي ځواک په مرسته شوی و. ''

بل لور ته د سوریې پر یوه دولتي ټلویزیون خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي( امریکايي یرغلګرو ) د سوریې پر یوه هوايي ډګر د توغندیو برید کړی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي و، د سوریې راتلونکي کې د بشارالاسد لپاره هېڅ ځای نه شته. د نوموړي په وینا د سې شنبې پر ورځ سوریې کې د کیمیاوي وسلو برید خورا جدي موضوع ده او دا یوه جدي غبرګون ته اړتیا لري.

ورته مطالب