هندي پولیس د هغې نجلۍ مور او پلار لټوي، چې بیزوګانو سره اوسېده

ځنګل درګا د انځور حقوق .
Image caption ویل کېږي دغه ماشومه پرلپسې کوښښ کوي، چې خبرې وکړي او اوس یې حالت مخ پر ښه کېدو دی

شمالي هندوستان کې پولیس د هغې نجلۍ پېژندلو لپاره د بې درکه ماشومانو لیستونه ګوري، چې ګومان کېږي له بیزوګانو سره اوسېده.

دغه ماشومه، چې عمر یې د اتو او لسو کلونو تر منځ اټکلیږي، څو اوونۍ مخکې د اترپردېش ایالت یوه ځنګله کې موندل شوې وه.

ډاکټران وايي، دغه ماشومه خبرې نه شي کولای او د بیزوګانو په څېر حرکتونه کوي. یوه لوړپوړي پولیس افسر بي بي سي هندي څانګې ته ویلي، کله چې دوی د دغې ماشومې ژغورنې ته ورغلل، هغې له بیزوګانو سره لوبې کولې او د هغوی پېښې یې کولې.

هند کې د "مینانو ضد ډلګیو" عملیات پیل کړل

هندی یوټیوب کارن د ښځو له ښکلولو پښېمان شو

د کاتارنیا ګهاټ طبیعي حیات ساتنې سیمه کې کلیوالو خلکو دغه نجلۍ لیدلې وه.

دغه سیمه د هند او نیپال تر منځ سرحدي سیمه ده. پولیس افسر سرېش یادېو وايي، کله چې پولیسو نجلۍ له ځنګله را ایستله بیزوګانو پرې حمله وکړه.

د ډاکټرانو په خبره کله چې دغه ماشومه دوی ته وروستل شوه، په خوارځواکۍ اخته وه، نوکونه او ویښتان یې اوږده وو او پر بدن یې ټپونه لیدل کېدل. دوی وايي هغې خبرې نه شوای کولای، نوکارې یې لګولې او پر څلورو یې تګ کاوه.

ویل کېږي اوس د دغې ماشومې حالت په ښه کېدو دی او وروسته به د ماشومانو خیریه ټولنې ته وسپارل شي، چې طبي ماهرین یې په کراره له عادي ژوند سره بلده کړي.

د ځايي روغتون مشر ډي کي سینګ بي بي سي ته ویلي، ماشومه تر اوسه بستري ده، خو د هغې د روغتیايي حالت له ښه کېدو وروسته به لکهنو طبي پوهنځي ته وسپارل شي، چې لا ښه روغتیا پالنه یې وشي.

د ولسوالۍ یوه لوړپوړي ملکي چارواکي اجې دیپ سینګ روغتون کې د دغې ماشومې لیدو ته د ورتګ پر مهال هغې ته د 'ځنګله درګا ' نوم ورکړی، چې دغه نوم د هندوانو یوې جنګیالۍ الهې ته منسوب دی.

هند کې ډېری کسان دغه ماشومه د روډیارډ کیپلینګ کتاب خیالي کرکټر مووګلي ته ورته بولي، چې لیوانو لویه کړې.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه ماشومه له څومره مودې راهیسې په ځنګله کې اوسېده.

اړونده مطالب

ورته مطالب