د هند پارلمان پر هغه غړي د ایر انډیا الوتکو کې د سفر بندیز لېرې شوی، چې سپین ږیری کارکونکی یې په څپلۍ وهلی و

رویندرا ګایکواډ د انځور حقوق Image copyrightPARLIAMENT OF INDIA
Image caption د پارلمان دغه غړی وايي، د بندیز له لګېدو وروسته نه شي کولای خپلې چارې سمې تر لاسه کړې

د هند حکومت له مداخلې وروسته ایر انډیا پر هغه پارلمان غړي د دوی الوتکو کې د سفر کولو بندیز لرې کړی، چې د شرکت یوه کارکونکی یې په څپلۍ وهلی و.

جمعې پر ورځ ایر انډیا د هندوانو سخت دریځه شیو سینا ګوند پارلماني غړي رویندرا ګایکواډ پېرل شوی ټکټ لغو کړ.

خو ښاغلي ګایکواډ د هوايي چلند وزیر ته لیک لیکلی او په کې یې له ایر انډيا نه د بښنې غوښتو پر ځای ' پښېماني ' څرګنده کړې. له هغې پېښې وروسته په هند کې په دې اړه تاوده بحثونه راوپارېدل او ډېری کسانو له هوايي شرکت سره یووالي څرګند کړ.

هند: د پارلمان غړي د الوتکې کارکوونکی په څپلۍ وهلی، هوايي شرکتونو پرې بندیز لګولی

د ښځو لپاره د ایر انډیا ۶ ځانګړې څوکۍ

ویل کېږي د جمعې پر ورځ د بندیز له لرې کېدو مخکې ښاغلي ګایکواډ څو ځلې د ټکټ اخیستو ناکامه هڅه کړې.

د هندي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي و، چې د ایر انډیا مشر د هوايي چلند وزیر اشوک ګاجاپاتي راجو ته ویلي و، چې د هوايي شرکت له کارکوونکي د ګایکواډ بښنې غوښتو تر مهاله به دغه بندیز دوام وکړي.

خو له هغه وروسته، د جمعې پر ورځ ښاغلي راجو د هوايي شرکت مشر ته د بندیز سملاسي لرې کولو امر کړی.

د مارچ میاشتې وروستیو کې دغه بندیز هغه مهال ولګېد، چې په یوه کورنۍ الوتنه کې د بزنس کلاس برخې کې د څوکۍ نه موندلو له کبله د پارلمان دغه غړی د هوايي شرکت یوه شپیته کلن کارکونکی د ' کبر ' له کبله 'شپیته ځله په خپله څپلۍ وواهه. '

د انځور حقوق AFP
Image caption ایرانډیا وايي د پارلمان غړي بښنې غوښتو تر مهاله به هغه ته خپلو الوتکو کې د سفر اجازه ور نه کړي

له هغې پېښې وروسته ایر انډیا او یو شمېر نورو ځايي هوايي شرکتونو پر نوموړي وکیل بندیز ولګاوه، چې د دوی الوتکو کې سفر نه شي کولای.

د هند پارلمان کې د پنجشنبې پر ورځ د دغې موضوع پر سر سختې ناندرۍ رامنځته شوې.

د شیوسینا ګوند پارلماني غړي د هوايي چلند وزیر ښاغلي راجو پر وړاندې ودرېدل، چې ویل یې د ګایکواډ له بښنې غوښتلو مخکې به پر هغه لګېدلی بندیز لرې نه کړي.

یاد ګوند له هغه وروسته د هند لوېدیځ مهارشټرا ایالت کې د هوايي شرکت فعالیت پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو ګواښ وکړ او هوايي شرکت اړ شو، چې د ایالت په دوو لویو هوايي ډګرونو ' ممبۍ او پونه 'کې د خوندیتوب لپاره اضافي اقدامات وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب