د ځمکنیو ماینونو پاکولو مبارزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ځمکنیو ماینونو پاکولو مبارزه

هغه نړيوالې هلې ځلې چې د بریتانيا شهزاده هاري یې ملاتړ کوي، او پتېيل شوې تر ۲۰۲۵ کال پورې نړۍ له مځکنيو ماينونو پاکه کړي، د بريتانيا حکومت به ورسره ۱۲۵ ميليون ډالره مرسته کوي.

د مرستو دا اعلان دلته لندن کې هغو مراسمو کې وشو، چې شهزاده هاري هم د خپلې مور شهزادګۍ ډیانا کار او هڅو په اړه درناوی وړاندې کړ، چې د مځکنيو ماينونو او ناچاودېدونکو توکو زيانونو په اړه يې پوهاوی زياتاوه.

د افغانستان په ګډون اسيا او افريقا کې ګڼ شمېرجګړه ځپلي هېوادونه لا اوس هم د مځکنيو ماينونو او له جګړو د پاتې شونو له اغېزو سره لاس او ګرېوان دي.