ټرمپ: له چین سره خبرو کې ستر پرمختګ شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د چین ولسمشر فلوریډا کې د ولسمشر ټرمپ میلمه و

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له خپل چینايي سیال شي ژین پینګ سره یې د خبرو پر دویمه ورځ 'ستر پرمختګ' تر لاسه کړی دی. له خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي ټرمپ له ښاغلي شي سره خپله اړیکه ' اعلی ' بللې.

ښاغلي شي هم د واشنګټن او پینکینګ تر منځ سوداګریز اړیکي اړین وبلل:

''داسې زر دلیلونه شته، چې له مخې یې باید د چین او امریکا اړیکي سم وي، خو د دغو اړیکو خرابېدو لپاره یو دلیل هم نه لرم. ''

د هغه پرمختګ تفصیل په اړه څه نه دي ویل شوي، چې دغو خبرو کې تر لاسه شوی دی. د چین ولسمشر امریکا ته داسې مهال سفر کړی، چې متحدو ایالتونو سوریې کې د هغه هېواد هوايي ځواک یوه اډه په توغندیو ویشتلې ده.

"د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"

ټرمپ: د شمالي کوریا لانجه د چین له مرستې پرته حلولی شو

که څه هم د سوریې بحران کې د چین دریځ د روسیې دریځ ته نژدې دی، خو دې لړ کې یې د امریکا یا سوریې په پلویتوب دریځ نه دی څرګند کړی.

په پام کې وه، چې د سوداګریزو اړیکو تر څنګ به دواړه مشران د شمالي کوریا اتومي او توغندويي پروګرام په اړه هم خبرې وکړي. ښاغلي ټرمپ مخکې د چین او امریکا تر منځ سوداګریز اړیکي غیر عادلانه بللي وو او په وینا یې دی په کې د اصلاح راوستل غواړي.

نوموړي د ښاغلي شي تر څنګ په خبرو کې د پرمختګ په اړه د ټوکې په انداز وویل: ډېرې اوږدې خبرې مو وکړې او تر اوسه مو هېڅ نه دي تر لاسه کړي. د ښاغلي ټرمپ له دغو جملو سره د چیني پلاوي خندا مله وه.

ښاغلي ټرمپ وړاندوینه کړې، چې چین او امریکا به اوږه مهال کې 'خورا ډېر ښه 'اړیکي ولري. د چین ولسمشر فلوریډا کې د ولسمشر ټرمپ په شخصي مېشت ځای کې د هغه میلمه و.

دغه سفر کې د ښاغلي ټرمپ لمسیانو د چین ولسمشر لپاره د چینايي ژبې دودیزه سندره ویلي. د چین رسمي خبري اژانس شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې ښاغلي شي ډونلډ ټرمپ ته د چین د سفر بلنه ورکړې.

ورته مطالب