د سوریې په تړاو د روسیې دریځ واشنګټن 'خواشینی' کړی

Image caption د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د سوریې پر 'الشعیرات' اډې د امریکا د بېړیو له خوا د توغندیز برید وېډیو خپره کړې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، سوریه کې د کیمیاوي برید په اړه د روسیې غبرګون واشنګټن 'خواشینی' کړی. سوریه کې د امریکا له برید وروسته روسیې سوریه کې د الوتکو ضد دفاعي سیستم پیاوړي کولو ژمنه کړې ده.

امریکا متحدو ایالتونو ويلي د سوريې د حکومت لخوا د کېمياوي وسلو د کارولو پر سر به د هغه هېواد د حکومت پر وړاندې نور پوځي اقدامات هم وکړي.

دا خبره په سوریه کې په یوه هوايي اډه د دوی د کروز توغندیو له بريد څو ساعته وروسته شوې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نېکي - هيلي ویلي د کېماوي وسلو د کارولو او خپرېدنې مخنيوی د دوی د ملي امنيت ګټو ته مهمه او حياتې ده.

د امنیت شورا غونډه کې روسیې امریکا ته د 'سختو پایلو' خبرداری ورکړی

امریکایي ځواکونو د سوریې یوه هوایي اډه په توغندیو ویشتې

د سوریې ملګرې روسیې ویلي، د امریکا دا ډول یو اړخیزه کړنه به "ترهګر" لا نورو بریدونو ته وهڅوي.

د امریکا دفاع وزیر وايي "زه دا ډول غبرګون اندېښمن کړی یم. د دوی دا کار د اسد له رژیم نه ملاتړ غځولو ته لاره هواروي، په تېره بیا داسې رژیم چې پر خپلو خلکو دا ډول ناشولته بریدونه کوي".

مسکو ژمنه کړې چې د سوریې د الوتکو ضد دفاعي سیستم به پیاوړی کړي.

د سوریې ادلب ښار کې د مخالفانو روغتیايي چارواکو ویلي، پر خان شیخون کیمیاوي برید کې د ۳۳ ماشومانو او ۱۸ ښځو په ګډون لږترلږه ۸۹ کسان وژل شوي.

دا ښار د حکومت مخالفو وسله والو په واک کې دی.

Image caption ټرمپ ویلي، اسد بې وسه ښځې، ماشومان او سړي وژلي دي

سوریه دا ردوي چې ګني دا برید دوی کړی.

امریکا د تېرې جمعې ورځې په لومړیو کې د خان شیخون کیمیاوي برید په غبرګون کې د سوریې د هوايي ځواکونو پر اډې کروز توغندي ویشتلي.

دا د سوري حکومت پرضد د امریکا لومړی پوځي ګام دی، چې لږترلږه شپږ کسان پکې وژل شوي.

د عیني شاهدانو څرګندونې

د سوریې یوه متقاعد مامور مطیع زیفا، چې د سوریې له هدف شوې پوځي اډې شاوخوا ۸۰۰ متره لیرې اوسېږي، ویلي له برید وروسته له خپلو زامنو سره د اډې لیدلو ته ورغلی چې وايي په "بشپړ ډول ویجاړه" شوې ده.

نوموړي بي بي سي ته د تیلېفون پر کرښه وویل: "هلته مو ډېر بمونه ولیدل. ډېر زیات. ډېره سخته شپه وه، زما کور ویجاړ شو، ټولې کړکۍ یې ماتې شوې او ځینې دېوالونه یې راولوېدل".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر وايي "زه دا ډول غبرګون اندېښمن کړی یم. د دوی دا کار د اسد له رژیم نه ملاتړ غځولو ته لاره هواروي، په تېره بیا داسې رژیم چې پر خپلو خلکو دا ډول ناشولته بریدونه کوي".

دی وايي، اډې ته څېرمه ځینې کورونه هم "په بشپړ ډول" ویجاړ شوي.

دمشق د ملګرو ملتونو د څېړنې لپاره شرطونه ایښي

ټرمپ: کیمیاوي برید کې د ماشومانو وژل بشریت ته سپکاوی دی

د "الشعیرات" په نوم روغتون یوې نرسې عمار الخضر ویلي، د شپې په ۳ نیمو بجو د لویو چاودنو په غږونو راویښه شوه.

دا وايي، ځینې کسان او ماشومان د ماتو شویو ښیښو له کبله ټپیان شوي، خو ولسي وګړي پکې نه دي وژل شوي.

دا زیاتوي، وژل شوي او ټپیان ټول پوځيان دي چې روغتونونو ته ژر لېږدول شوي.

خو د سوریې خبري رسنیو ویلي، په هوايي برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي.

خو بي بي سي ته دا ډول خبر نه دی تایید شوی.

د سوریې پوځ وايي، برید یادې اډې ته ډېر سخت زیان اړولی.

Image caption ژغورندویان وايي، ګڼ ماشومان د ادلب کیمیااوي برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دي

د امریکا دریځ بدلېدل

د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۱۴ کال راهیسې سوریه کې د وسله والو ډلو پرضد د نړیوال ایتلاف د هوايي بریدونو مشري کوي، خو دا لومړی ځل دی چې د سوریې حکومتي ځواکونه پکې په نښه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې په سوریه کې د امریکا پوځي مداخله رد کړې وه، خو مقابل کې یې د هېواد پر کورنیو ګټو د پام کولو غوښتنه کړې وه.

روسیې د کیمیاوي وسلو برید پړه پر سوري مخالفانو اچولې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د سوریې په تړاو د خپل هېواد د سیاست بدلولو ته په اشارې سره وویل، ضرور نه ده چې د سوریې راتلونکې کې دې ولسمشر بشار الاسد رول ولوبوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption رویټرز ویلي، د خان شیخون ځینې اوسېدونکي له ښاره وځي

د روسیې غبرګون

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري بیسکوف د امریکا هوايي برید د"ملي حاکمیت لرونکي هېواد پرضد تېری" بللی دی.

د روسیې پوځ وايي، ګڼ توغندي له خپل هدف لیرې لګېدلي.

خو د سوریې وسله والو مخالفانو ټلوالې مشر او سعودي ددغه برید هرکلی کړی.

ورته مطالب