کمبوډیا کې د میندو د شیدو پلورلو پر سر بحثونه

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption منتقدین وايي د شیدو پلورل میندې هڅوي چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورنه کړي

کمبوډیا کې ځینو میندو خپلې شیدې پر امریکايي ښځو پلورلې، خو اوس دغه ناندره ییزه کار منع شوی دی.دغې قضیې دا پوښتنې راپورته کړې چې ایا دا له ښځو ناوړه ګټه اخیستل او که د هغوی ځواکمنول دي.

کمبوډیا کې څه پېښ شول؟

په تېرو دوو کلونو کې، په لسګونو ښځو خپلې اضافي شیدې پر یو شرکت چې امبروزیا لاب نومېده پلورلې.

دغه شرکت دا شیدې پروسس کولې او د امریکا په متحدو ایالتونو کې يې پلورلې. دا شیدې هغو امریکايي میندو لپاره بازار ته وړاندې کیدلې چې د خپلو ماشومانو لپاره یې خپلې شیدې نه درلودلې.

'تي خوري ماشوم د سرطان ناروغۍ تشخیص کې مرسته وکړه'

د مور د شیدو لپاره بانک پرانیستل شو

څه موده وړاندې کمبوډیا د مور د تي د شیدو پرصادرولو یو فوري بندیز ولګاوه، چې عملاً یې دغه تجارت له منځه یووړ.

روښانه نده چې ولې یې اوس دا کار وکړ، خو په دې وروستیو کې پر ځینو نورو ناندره ییزو فعالیتونو هم بندیز لګول شوی وو، لکه د بدن د غړو قاچاق او د میندو په رحم کې د بل چا لپاره د اولاد پیدا کول.

روغتیايي کارکونکو وویل په دې هکله یې ځکه پلټنې کولې چې "دا تولیدات له انساني غړي ترلاسه کېږي".

په یوشمېر هېوادونو کې د شیدو بانکونه شته، چې هلته ښځې کولای شي د اړمنو ماشومانو لپاره خپلې اضافي شیدې د بسپنې په توګه ورکړي. د ځینو ویبسایټونو او خصوصي شبکو له لارې هم د میندو د تي شیدې پلورل کېږي، چې د ځینو هېوادونو له خوا د محدودیتونو لګولو سره سره یوه یو نوی تجارت ګرځېدلی.

دا قضیه ولې ناندره ییزه ده؟

د ماشومانو خیریه موسسه، یونیسیف، وايي دا کار "د ګټې ترلاسه کولو اوسوداګریزو موخو لپاره له بېوزلو او اړمنو ښځو څخه ناوړه ګټه پورته کول دي"، او وايي چې د مور د تي شیدې باید تجارتي نه کړل شي.

د امبروزیا شرکت، د کمبوډیا پلازمېنې فنوم پن ته نژدې د سټینګ مینچي په بېوزله سیمه کې خپل یو دوکان جوړ کړی و او داسې رپوټونه وو چې ددغه ځای له ښځو یې شیدې پېرودلې.

رپوټونو ویل چې د امبرزیا شرکت د ۲۸ میلي لیټرو شیدو په مقابل کې نیم امریکايي ډالر یا پنځوس پنسه ورکول، خو په امریکا کې یې دغه شیدې په اته واره زیاتې بیې پلورلې.

منتقدین وايی دغه کار میندې هڅوي چې خپلې شیدې خپلو ماشومانو ته ورنکړي او ویې پلوري.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کهون میدا یا د'' مورشیدې'' په نامه د امبروزیا شرکت سیمه ییز دفتر، د سټنګ مینچي په سیمه کې جوړ شوی وو

روغتیايي ټولنپوهه، اونچالي پالمکویست، وايي: امبروزیا، " ښځو ته د اونس په حساب پېسې ورکولې او له دې امله ښځې تر فشار لاندې وې چې خپلې شیدې وپلوري... کله چې یوه بیه رامنځته کوئ، د هڅولو سبب کېږي".

هغه وايی ښځې ښايي بشپړ معلومات ونه لري. هغوې ښايي په دې باور وي چې خپلې اضافي شیدې پلوري، هغه ښځې چې خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکوي معمولاً همدومره شیدې تولیدوي چې د خپل ماشوم لپاره یې بسنه کوي، نو کیدای شي ځینې ښځې په غیر ارادي ډول د ناخبرۍ له مخې خپلې هغه شیدې وپلوري چې خپل ماشوم يې ورته اړتیا لري.

یوه متبادله لاره له پوډري شیدو څخه کار اخیستل دي، خو هغه اکثریت خلک چې د کمبوډیا په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، ښايي په پرله پسې ډول پاکې اوبه ونه لري چې له پوډري شیدو سره یې یوځای کړي. زیاتره ښځې به لا دومره اقتصادي توان هم ونه لري چې د ماشومانو پوډري شیدې له بازاره ترلاسه کړي.

په کمبوډیا کې یو زیات شمیر نويو زېږېدلیو ماشومانوته د مور د تي شیدې ورکول کېږي، خوپدې وروستیو کلونو کې دا شمیره کمه شوې او یونیسیف وايي چې هلته د ماشومانو خوارځواکي تراوسه پورې یوه ستونزه ده.

د امبروزیا شرکت وايي یوازې له هغو ښځو شیدې اخلي چې لږترلږه تر شپږو میاشتو یې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي وي- دا هغه حد اقل کچه ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا توصیه کېږي . امبروزیا دا هم وايی چې له میندو څخه یې د ورځې یوازې دوه ځلي شیدې اخیستلې.

د روغتیا نړیوال سازمان توصیه کوي چې تر دوو کلونو یا زیات وخت لپاره باید ماشومانو ته د نورو خوراکونو ترڅنګ د مور شیدې ورکړی شي.

آیا دا بحث نور اړخونه هم لري؟

د امبروزیا شرکت استدلال کړی چې دوۍ ښځې "ځواکمنولې" او ادعا کوي چې په دې ډول یې له ۹۰ څخه زیاتو کورنیو سره مالي مرسته کړې.

دغو ښځو رسنیو ته ویلي چې د خپلو شیدو پلورل ددوی لپاره د اړتیا وړ یو باثباته عاید سرچینه وه چې دوۍ کولای شوای په کور کې پاتې شي او د خپلو ماشومانو پالنه وکړي. هغوې د ورځې تر ۱۲ امریکايي ډالرو پورې ګټلای شوای- چې دا د پام وړ پيسې دي.

د چیا سام په نامه یوې میندې د اې ایف پي خبري آژانس ته وویل: "موږ افسوس کوو چې دا تجارت منع شوی دی. زموږ ژوند او اقتصاد سره یې ډېره مرسته کړې وه. "

یوه متبادله لاره به په فابریکو کې کار کول یا نور کارونه وي چې تنخا به یې کمه وي او شرایط به یې هم دومره ښه نه وي.

د کمبوډیا د ښځو د مسلو یوه څېړونکې، انوسکا ډېرکس، وايي "هغوی ښايي له خپلو ماشومانو لیرې په اوږدو ساعتونو په کارونو بوخت وي او نه به شي کولای د ډېر وخت لپاره خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي. "

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption پداسې حال کې چې په کمبوډیا کې زیاتره میندې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي، خو سره ددې په عمومي توګه خوارځوکي تراوسه یوه ستونزه ده

د ځینو هغو میندو له نظره چې خپلې شیدې یې پلورلې دا کار نورو میندوسره یو ډول مرسته وه. پروفیسر ډېرکس وايي د جنوب ختیځې آسیا په یوشمېر ټولنو کې "د مور د تي شیدې د خپلوۍ په رامنځته کولوکې رول لوبوي".

د کورن واني په نامه یوې میندې د فنوم پن یوې ورځپانې ته ویلي "دا داسې ده لکه چې هغه بل ماشوم هم ستا ماشوم وي".

نو په دې ډول دا مسله د ښځو په توګه د میندو د حق په اړه هم ده.

بشر پېژندونکې، چارلټ فیېرکلوت، چې ماشومانو ته د مور د تي د شیدود دود په اړه يې پلټنې کړي وايي "سره ددې چې کېدی شي دا یوه نارامونکې مسله وي، خو اصلاً میندې حق لري چې د خپل بدن په اړه پرېکړه وکړي".

"دا سخته خبره ده چې د هغوی د خپلواکۍ لپاره څوک پرېکړه وکړي او ووايي چې هغوې بې تعلیمه دي یا په خپله ګټه او زیان نه پوهېږي. کېدی شي دا خبره هغوې ته په کمه سترګه کتلو په معنی وبلل شي. "

"که پېریدونکی او پلورونکی دواړه خوښ وي نو موږ باید د هغوې د پریکړې درناوی وکړو. "

نو آیا کمبوډیايي ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلې شیدې وپلوري؟

ډاکټره پالمکویسټ استدلال کوي چې دا ښځې "بېوزلې دي او لدې کبله په داسې یو چاپېریال کې ژوند کوي چې غوراوی یې محدود دی. په حقیقت کې هلته کوم بل غوراوی نشته".

"له بېوزلۍ د هغوی د خلاصون لپاره ښايي ډېرې نورې داسې لارې هم وي چې له بیالوژیکي پلوه له هغوې څخه ناوړه ګټه نه پورته کېږي"، لکه د ښې پوهنې روزنې شرایط برابرول او د کار موندلو فرصتونه.

د کمبوډیا حکومت د یوې لنډې وینا پاڼې په خپرولو ددې بندیز په اړه ویلي: "سره ددې چې موږ تراوسه بېوزلي یو، خو دومره بېزلي هم نه یو چې د انسان د تي شیدې وپلورو. "

خو کارپوهان پدې اړه په یو نظر دي چې د مورد شیدو نړیوال پېر او پلور یو ډېر پېچلی خو مخ په ودې صنعت دی چې په هکله یې باید ډېره نوره څېړنه وشي.

ورته مطالب