څېړنه: د وېښتانو سپینوالی د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د مصر قاهرې پوهنتون د زړه اړوندو ناروغیو متخصصه ډاکټره ایریني ساموېل وايي "د شریانونو ناروغي او د وېښتانو سپینېدل د ورته بیولوژیکي ستونزو له کبله رامنځ ته کېږي، چې دواړه د عمر له ډېرېدو سره زیاتېږي."

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې، چې د وېښتانو سپینېدل د زړه ناروغۍ له ډېرېدا سره تړاو لري؛ ځکه چې له زړه نه د وینې رګونه یې ستونزه لري.

پوهان وايي، د زړه د شریانونو بیولوژیکي حالت او ستونزه د وېښتانو د سپینېدو لامل ګرځي.

د مصر قاهرې پوهنتون د زړه اړوندو ناروغیو متخصصه ډاکټره ایریني ساموېل وايي "د شریانونو ناروغي او د وېښتانو سپینېدل د ورته بیولوژیکي ستونزو له کبله رامنځ ته کېږي، چې دواړه د عمر له ډېرېدو سره زیاتېږي."

'نړۍ کې تر ټولو د روغ زړه لرونکي خلک'

د هګۍ ډېر ژیړ خوړل د زړه ناروغي پیدا کوي

ډاکټره ساموېل زیاتوي، د څېړنې پایلې په ډاګه کوي " پرته له دې چې عمر ته وکتل شي، د وېښتانو سپینوالی ځینې وخت د زړه او د شریانونو د ناروغۍ د خطر ډېرېدو په معنا دی. "

د قاهرې پوهنتون څېړونکو دا څېړنه پر ۵۴۵ بالغو سړیو پلي کړې ده.

په څېړنه کې دا ویل شوي چې د وېښتانو د سپینوالي ډېرېدل د شریانونو د زیانمنېدو له ډېروالي سره تړلي دي.

خو ډاکټره ایریني ساموېل وايي "په دې برخه کې لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې د پوستکي اړوندو متخصصینو نظر ته په څېړنو کې ځای ورکړل شي او د وېښتانو د سپینوال په تړاو ټول وراثي او چاپېریالي عوامل وڅېړل شي. "

ساموېل زیاتوي "په څېړنه کې باید ښځو ته هم ځای ورکړل شي.

دا څېړنه د زړه د ناروغیو د اروپايي ټولنې کلنۍ ناستې ته هم وړاندې شوې ده، چې د اسپانیا مالاګا کې د شنبې په ورځ ترسره شوه.

اړونده مطالب

ورته مطالب