د سوریې پر ادلب بل برید "۱۸ کسان ووژل"

ادلیب د انځور حقوق AFP

د سوریې د وضعیت څارونکي فعالان وایي، د ادلب پر ولایت نوي هوایي بریدونه شوي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې ۱۸ کسان وژلي دي.

سوریه کې د بشري حقونو د وضعیت څارونکې ډله چې دفتر یې بریتانیا کې دی، د نن ورځې (شنبه) هوایي بریدونه د اروم الجوز ښار کې شوي دی.

د ادلب پر خان شیخون ښار د تېرې سه شنبې په ورځ مشکوک هوایي کیمیاوِ برید وشو. په دغه پېښه کې د لسګونو ماشومانو په ګډون له ۸۰ کسانو ډېر ووژل شول.

سره له دې چې امریکا او غربي ملګري یې وایي، دوی ډاډمن دي چې دا "کیمیاوي بریدونه" د سوریې پوځ لخوا شوی، خو دمشق دا ادعاوې رد کړي او ورته وخت کې روسیې چې د بشار اسد اصلي ملاتړي له اسنادو او شواهداو وړاندې کولو پرته ویلي د سوریې جنګي الوتکو د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمه کې د وسلو یوه ډیپو په نښه کړې چې په هغې کې کیمیاوي وسلې وې.

+ د سوریې په تړاو د روسیې دریځ واشنګټن 'خواشینی' کړی

+ پر سوریې د امریکا توغندیز برید ته د هېوادونو بېلابېل غبرګونونه

ادلب د سوریې د ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمه ده چې په وار وار پرې د سوریې پوځ لخوا هوایي بریدونه شوي دي.

ورته وخت کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې بلې سیمې حما نه راپورونه وایي چې نن د دولت مخالفین له خپلو کورنیو سره ددغې کلابندې سیمې د پرېښودو په حال کې دي؛ د حما تشول د سوریې د اوربند د هوکړې یوه برخه ده چې د حما مخالفینو ته اجازه ورکړل شوې له ډاډمنې لارې د بشار اسد مخالفینو تر کنټرول لاندې نورو سیمو ته لاړ شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې شعیرات هوایي اډې پر لور توغندي په مدیترانې سمندرګي کې د پورټر له جنګي بیړۍ وتوغول شول

مسکو: 'د امریکا برید د توندلارو په ګټه دی'

ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال سره په لومړني ټېلفوني اړیکه کې وویل، د سوریې پر یوې هوایي اډې د امریکا برید د توندلارو په ګټه پایته رسېدلی دی.

ښاغلي لاوروف د نن ورځې (شنبې، اپرېل اتمه) په خبرو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن سره ټینګار کړی چې د امریکا توغندیز برید په منځني ختیځ کې د کړکېچ او د نړۍ بې ثباتۍ لپاره نوی ګواښ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ددغو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د مسکو له نظره د سه شبنې ورځې کیمیاوي برید د سوریې پوځ لخوا نه دی ترسره شوی.

دا ټېلفوني اړیکه داسې مهال ترسره کېږي چې دواړو لوري به ډېر ژر مسکو کې سره وګوري.

د راپورونو له مخې، روسیې ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر چې د سوریې په خان شیخون کې د سه شنبې ورځې کیمیاوي برید وړاندې اعلان شوی و، د پروګرام له مخې ترسره شي او دا په داسې حال کې ده چې نن د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن ویلي، روسیې ته یې د دوشنبې ورځې سفر ادلب کې تر کیمیاوی برید وروسته د "نویو شرایطو مخته راتلو" له امله ځنډولی دی.

اړونده مطالب