د امریکا جنګي بېړۍ د کوریا ټاپو وزمې پر لور خوځېدلې

ناو گره جنگی کارل وینسون د انځور حقوق AFP

د شمالي کوریا توغندیز پروګرام په تړاو د اندېښنو زیاتېدو په ترڅ کې د امریکا پوځي چارواکو امر کړی چې ددغه هېواد د جنګي بیړیو یوه ډله د کوریا ټاپو وزمې پر لور وخوځېږي.

د "کارل وینسن" ډلې کې یو الوتکه لېږدوونکې او څو جنګي بیړۍ شاملې دي.

په ارام سمندر کې د امریکا سرقومندانۍ چارواکي د کوریا ټاپو وزمه کې ددغو جنګي بېړیو ځای پرځای کول د عملیاتي چمتووالي لپاره تدابیر بللي دي.

په ارام سمندر کې د امریکا قومندانۍ مرکز ویاند ډېو بنهم ویلي، "په دې سیمه کې مهم ګواښ شمالي کوریا ده، د اټومي وسلو وړتیا لرلو لپاره د هڅو او توغندیزو ازمایښتونو پروګرام په دلیل چې نامسوولانه دي او د بې ثباتۍ لامل کېږي."

د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ (اپرېل ۵مه) تایید کړه چې شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي یو توغندی د ختیځ بندر سینپو ته څېرمه له یوه پوځي مرکز نه د جاپان سمندر پر لور توغولی دی. تا د شمالي کوریا د توغندیز پروګرام په چوکاټ کې ترټولو وروستی ګام دی چې امریکا ته د چین ولسمشر شي جین پینګ د سفر په درشل کې ترسره شو.

+ ټرمپ: د شمالي کوریا لانجه د چین له مرستې پرته حلولی شو

+ شمالي کوریا توغندی ازمویلی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د شمالي کوریا د اټومي ګواښ په مقابل کې په یوازې سر ګام پورته کړي.

وړاندې د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي و چې امریکا د شمالي کوریا پروړاندې په ختیځه اسیا کې د خپلو ملګرو د دفاع لپاره خپله پوځي وړتیا ډېروي.

څو ورځې وړاندې سپینې ماڼۍ وویل، د امریکا ولسمشر د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې ته ډاډ ورکړی چې امریکا به د شمالي کوریا ګواښ پروړاندې ددغه هېواد او سوېلي کوریا ترڅنګ ودرېږي.

د امریکا ولسمشر وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي و چې هېواد یې د شمالي کوریا اټومي ګواښ مساله د چین په مرسته او یا هم له هغه پرته حل کوي. ښاغلي ټرمپ له فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي و: "تاسو دې خبر وئ، هک چین د شمالي کوریا د ګواښ ستونزه حل نه کړي، موږ یې حلوو."

چین د شمالي کوریا اصلي ملاتړی دی.

د چین ولسمشر شي جین پینګ او ښاغلي ټرمپ په دې وروستیو کې په امریکا کې له یو بل سره وکتل.

سوداګریزې همکارۍ او د شمالي کوریا د کنټرول لپاره هڅه، د دواړو هېوادونو د مشرانو د خبرو اصلي محور و.

اړونده مطالب

ورته مطالب