ښځه د خپل سپي ژغورلو پرمهال ووژل شوه

د انځور حقوق Robin Drayton/Geograph

د بریتانیا کارډيف ښار ته څېرمه پر یوه لویه لار یوه ۶۶ کلنه ښځه هغه مهال ووژل شوه، چې د خپل سپي د ژغورول هڅه یې کوله.

ښځه له یوه موټر سره ټکر او مړه شوه.

پولیسو وویل، له پېښې وروسته یې ایم ۴ لویه لار د پنځو ساعتونو لپاره وتړله.

ویل کېږي د ښځې سپي له موټره غورځېدلی او پرلاره لوېدلی. ښځې هڅه وکړه سپي له سړکه ورپورته کړي، خو موټر پرې راغی او ښځه یې ووهله.

یو وېن ډوله موټر پر ښځې ورغلی، چې لږ وروسته یې ساه ورکړه.

اړونده مطالب