د بوریس جانسن سفر لغوه کېدو وروسته د مسکو – لندن اړیکو ترینګلتیا

بوریس جانسون، وزیر خارجه بریتانیا د انځور حقوق Reuters
Image caption مسکو ته د ښاغلي جانسن دغه لغوه شوی سفر په تېرو پنځو کلونو کې روسیې ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر و.

کرملین مسکو ته د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن له پخوا ټاکل شوي سفر لغوه کېدو ته په غبرګون کې ویلي، لندن وښوده چې "د نړۍ پر پېښو اغېز" نه لري.

ښاغلي جانسن پرون وویل، په سوریه کې تر وروستیو بدلونونو وروسته او پر خان شیخون ښار بریدونو سره "وضعیت په بشپړه توګه بدل شوی" او بریتانیا له بشار اسد نه د مسکو ملاتړ "ځوروونکی" بولي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ له خپل امریکایي سیال رېکس ټیلرسن سره خبرو کې ټینګار وکړ چې "سوریه کې وضعیت په بنسټیز ډول بدل شوی" او دی ترجېح ورکوي چې مسکو ته د سفر پرځای اوس د جي-۷ ډلې په چوکاټ کې د نړۍ د مشرانو ناستې ته لاړ شي.

ښاغلي جانسن پرون ویلي و: "پر خپلو خلکو تر کیمیاوي وسلو کارولو وروسته د اسد له رژیم نه دفاع ته دوام ورکول ځوروونکی دی."‎

بریتانیا، امریکا او غربي ملاتړي یې په ډاډ سره وایي چې د سوریې د ادلب ولایت پر خان شیخون ښار د تېرې سه شبنې هوایي بریدونه یو کیمیاوي برید و او د ولسمشر بشار اسد تر قومندې لاندې پوځ جنګي جنایت ترسره کړی دی.

خو دمشق په دغه برید کې هرډول لاس لرل ردوي او د سوریې دولت اصلي ملاتړی روسیه له اسنادو وړاندې کولو پرته وایي، د سوریې جنګي الوتکو د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمه کې د وسلو یوه ډیپو بمبار کړې چې ګواکې په هغې کې کیمیاوي وسلې هم موجودې وې. خو غربي هېوادونه ددې ادعا مخالف دي.

+ "روسیه په سوریه کې د کیمیاوي برید قربانیانو مسووله ده"

+ پر سوریې د امریکا توغندیز برید ته د هېوادونو بېلابېل غبرګونونه

ایران او روسیه د سوریې پر شعیرات هوایي ډګر د امریکا توغندیز برید چې سپینې ماڼۍ پر خان شیخون د "کیمیاوي بریدونو" ځواب بللی، په کلکه غندلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "مسکو ته د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر د سفر په لړ کې ټاکل شوې وه پر ډېرو نړیوالو مسایلو، له دې ډلې د مسکو او لندن پر اړیکو خبرې وکړو؛ هغه اړیکې چې اوس د لندن پرېکړې سره د بن بست لور ته تللي دي."

"مسکو ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د سفر لغوه کولو پرېکړې دا ادعا تاییدوي چې لندن د نړۍ اوسنیو پېښو پروړاندې خپل دریځ نه پېژني او د خپلو ملګرو د دریځونو په سیوري کې پاتې شوی دی ... په دې توګه موږ دې باور ته رسېدلي یو چې نور لندن سره د سلا مشورې اړتیا نشته."

په همدې حال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له مسکو نه غوښتي چې پر دمشق د خپل نفوذ په کارولو په سوریه کې د کورنۍ جګړې پایته رسېدو په هدف د یوې سیاسي حل لارې اجرایي کېدو لپاره خپل ټول توان وکاروي او "له 'نړیوالې ټولنې' سره ملګرې شي ترڅو د خان شیخون په څېر د نوروهېښوونکو بریدونو مخنیوی وشي."

ددې سفر تر لغوه کېدو وروسته ښاغلي جانسن ویلي، د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د کتلو پرځای اوس د جي-۷ ډلې ناستې ته اېټالیا ته ځي، ترڅو ددې ډلې د غړو نورو وزیرانو سره د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار راوړلو لپاره مشوره وکړي او د نړۍ د نورو صنعتي هېوادونو ترڅنګ له کرملین نه وغواړي چې له سوریې خپل ځواکونه وباسي.

مسکو ته د ښاغلي جانسن دغه لغوه شوی سفر په تېرو پنځو کلونو کې روسیې ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر و.

دا سفر د ښاغلي جانسن او د هغه امریکایي سیال رېکس ټېلرسن ترمنځ تر خبرو وروسته لغوه شو. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی ټېلرسن د خپل پخواني پروګرام له مخې تر یوې، دوو ورځو مسکو ته ځي ترڅو "کرملین ته د سوریې په تړاو څرګند پیغام ورکړي."

اړونده مطالب

ورته مطالب