له زيږولو وروسته خپګان

د انځور حقوق Amana Images
Image caption اټکل شوی چې په بریتانیا کې ۱۰-۱۵ سلنه ميندې له زيږولو وروسته په خپګان اخته کېږي.

اټکل شوی چې په بریتانیا کې ۱۰-۱۵ سلنه ميندې له زيږولو وروسته په خپګان اخته کېږي.

۱۷ کاله تېر شوي، خو د بلفاسټ په ښار کې د څلورو اولادونو مور سمانټا پاټرسن لاتراوسه له زېږولو وروسته د خپګان پټ داغ نه دی هېر کړی.

هغه وايي له دوستانو مې پټ ساته، کله چې به مې زړه ډېر تنګ وو "له کوره به نه وتلم".

ماشومان باید خپل والدین له خواله رسنیو منع کړي؟

لندن شاهي روغتون کې د نو زېږو د بدلېدلو وېره پیدا شوې

نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

هغې ته د خپل دویم ماشوم له زيږولو وروسته د خپګان ناروغي پېدا شوې وه، خو اوس دا لومړی ځل دی چې کولای شي په هکله یې په ښکاره وغږېږي.

سمانټا بي بي سي ته وویل "زما د کورنۍ ځینو غړو به راته ویل: 'دا به هم تېرشي.' د اخبره راباندې ښه نه لګېده، داسې وه لکه زه چې ملامته یم".

"داسې مې احساس نه کاوه چې یوڅوک به وي چې په دې اړه ورسره خبرې وکړم."

یوازې سمانټا نه ده چې په دغسې ناروغۍ اخته وه.

د ماشوم زېږولو ستونزې

له ماشوم زيږولو وروسته روحي ناروغۍ په بریتانیا کې نژدې له هرو لسو ميندو یوه اغېزمنوي او دا موضوع وروسته له هغې د خبرونو په سرلیکونو کې بیا راپورته شوه چې مشهورې بریتانوۍ سندرغاړې، اډېل، وویل چې د خپل زوی، آنژیلو، له زېږولو وروسته له دې ناروغۍ ځورېږي.

د انځور حقوق PA
Image caption اډېل د وانیټي فېر مجلې ته وویل چې د مېندتوب ژوند لپاره د ځان چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ ده.

اډېل د وانیټي فېر مجلې ته وویل چې د مېندتوب ژوند لپاره د ځان چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ ده.

ډېری ميندو ته، د ماشوم له زيږولو وروسته لومړۍ اوونۍ کې، یو ډول روحي ستونزې پیدا کېږي.

کېدی شي دغه ميندې د ژړا احساس وکړي، ستومانه وي او دا چې څنګه به د دې ستونزې سره مقابله کوي په تشویش کې وي، خو دا ډول احساسات ډېره موده دوام نه کوي.

'دغوسې شېبې'

مېرمن پاټرسن بي بي سي ته وویل "کله چې به د ماشوم له زېږولو وروسته راته روحي ستونزې پیدا کېدلي، ژړل به مې خو خوشحاله به هم وم،"

"احساس مې کاوه چې د ماشوم له زېږولو وروسته خپګان سره مقابله نشم کولای.

"ډېره ځورېدمه، په کور کې مې یو بل کوچنی ماشوم هم درلود او نه مې غوښتل چې ورته نژدې اوسم، نه مې غوښتل هیچا ته نژدې اوسم.

"زړه مې راته ویل چې ماشوم مې په غېږ کې ونیسم، خو نه مې غوښتل."

هغه وايي هره شېبه یې احساسات بدلېدل.

سمانټا پاټرسن وايی "کله به ډېره په غوسه وم، هرچاته به مې قهر راتلو- ځانته به هم په غوسه وم چې ولې له زيږولو وروسته په خپګان اخته شوې یم،"

"څو ورځې به پرځمکه پرته وم ژړل به مې او یا به په بستر کې ناسته وم، هېڅ کار ته به مې زړه نه کېده.''

"کېدای شوای زما په شان یو چا راته ویلي وای چې هغوی هم دغسې یو حالت سره مخ شوي وو خو له هرې تیارې وروسته رڼا شته ده."

له زیږولو وروسته خپګان نښې

  • د پرلپسې خپګان احساس
  • له نورې نړۍ سره د دلچسپۍ له منځه تلل
  • تل د ستومانۍ احساس درلودل
  • له خپل ماشوم سره اړیکو جوړولو کې ستونزې
  • له نورو خلکو سره له اړیکو ډډه کول
  • د ذهن جمع کولو او پریکړو کې ستونزې
  • وېرونکي فکرونه- لکه، د خپل ماشوم ځورول

په داسې حال کې چې شمالي آیرلینډ کې قابلې او روغتیاپالان اوس روزل کېږي چې د زېږولو وروسته خپګان نښې وپېژني، د قابلو د کالج غړې، بریداګ هیوز، وايي تراوسه دا یوه "شرمناکه" موضوع ده.

مېرمن هیوز وايي "ټولنیزه هیله دا ده چې کله یوه ښځه اولاد و زیږوي باید خوښه اوخوشحاله اوسي،"

"خو په حقیقت کې، هغه ښځې چې له زېږولو وروسته په خپګان اخته شوي هڅه کوي دا جبران کړي او یوه ډېره ښه مور واوسي، خو د عاطفي، احساساتي پلوه څه نه وي موجود."

د مور او ماشوم ترمنځ د یووالي نشتوالی

مېرمن هیوز وايي مشهورو کسانو لکه سندرغاړې اډېل د دې کار ملاتړ کوي چې د خپلې ناروغۍ په اړه وغږېدله او په دې ډول یې هغه موضوع عادي کړه چې تراوسه ډېرو خلکو لپاره دردناکه وه او نه یې غوښتل ورباندې وغږېږي.

هغې بي بي سي ته وویل "ډېره ښه ده چې مشهوره خلک دا ویلی شي: 'وګورئ، زه هم دغسې ستونزه لرم- تاسي یوازې نه یاست.'

"خو داسې نورې ښځې هم باید وي چې لاس پورته کړي او ووايي: ' څه شي له ما سره مرسته وکړه."

شمالي آیرلینډ کې هر کال ۷۰ ښځې د دې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر کېږي.

خو د درملنې په وخت کې، د ماشوم او مور ترمنځ یووالی نه وي، او مور له ماشوم څخه بېله وي.

په انګلستان او سکاټلنډ کې، د دې لپاره ۱۷ ځانګړې تخصصي څانګې موجودې دي.

د انځور حقوق David Cheskin / PA
Image caption په شمالي آیرلینډ کې داسې غوښتنې وې چې باید له زېږولو نه وړاندې خدمتونو کې بشپړسمون راوستل شي

د قابله ګانو کالج هیله کوي چې په شمالي آیرلنډ کې به ژر د ښځو لپاره د زيږولو نه وړاندې یوه ځانګړې تخصصي څانګه پرانیستل شي.

تېره اوونۍ، د روغتیا وزیرې، میشل اونیل د شمالي آیرلنډ د روغتیا او ټولنیزې پالنې نظام د سمون لپاره خپل کاري پلان خپور کړ.

له هغې راهیسې یې دلچسپي ښودلې چې د ټول شمالي آیرلنډ لپاره له زيږولو وړاندې روغتیايي خدمتونو یو مرکز جوړ کړي، ځکه چې د آیرلنډ په جمهوریت کې هم دغسې ځانګړي خدمتونه نشته.

یوه ویاند بي بي سي ته وویل، له زيږولو مخکې او په روغتون کې د بستري کېدو په وخت کې د روحي روغتیا خدمتونو ته اړتیا شته ده.

دغه ویاند زیاته کړه چې "له همدې امله د روغتیا وزیره په داسې لاروچارو غور کوي چې په هره سیمه کې د زېږولو وړاندې د ښځو روحي روغتیا لپاره ځانګړي مرکزونه او د مېندو او ماشومانو څانګې جوړې شي.

خوهغې دا هم وویل چې تراوسه کومه پرېکړه نه ده شوې او د تمویل، پلان جوړولو او لومړیتوبونو د ټاکلو کارونو باندې باید کار وشي.

مېرمن هیوز وویل باور لري چې د دغسې تخصصي څانګو د جوړولو لپاره "پیاوړې سیاسي اراده" شته ده.

هغې بي بي سي ته وویل "که کورنۍ واوري چې ښځې او لوڼې یې په یو ښه ځای کې بستر کېږي، خپل ماشومان له ځانه سره ساتلی شي، شپه او ورځ یې پالنه کېږي، فکر نه کوم چې کورنۍ به له دې ډډه وکړي چې لږ اوږد مزل وکړي او هلته ورشي،"

د روحي ناروغۍ داغونه

سمانټا پاټرسن له هغې راهیسې دوه نور ماشومان هم زيږولي، او وايی د نیکمرغۍ احساس کوي چې د وروستیو دوو ميندواریو په وخت کې يې له زيږولو وروسته د خپګان ناروغي نه درلوده.

خو د تېرې روحي ناروغۍ داغونه لا تراوسه په کې څرګند دي.

هغه وايي "که مو دا ناروغي نه وي لیدلي، نشئ پوهېدای چې څومره سخته ده،"

"هغه وخت، زما د هیله مندۍ یوازینی دلیل دا و چې باید د خپلو ماشومانو لپاره روغه شم- خو اوس په دې هکله غږېدل، یقینا مرسته کوي."

اړونده مطالب

ورته مطالب