سويډن کې د قربانيانو ياد
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سويډن کې د قربانيانو ياد

په سویډن کې د هغو کسانو یاد کېږي چې د جمعې پر ورځ په سټاکهوم کې یوه کس لارۍ پرې ور وسته او و یې وژل.

د پېښې په ځای کې ډېرو خلکو ګلان ایښي دي. ډېریو سويډنیانو پر یوه دېوال خپل د خواخوږۍ پیغامونه لیکلي. هغو کسانو چې د دېوال دغه نظر یې درلود وايي دا به عادي خلکو ته یو چانس ورکړي چې سویډن لپاره خپله مینه وښيي.

پولیس وايي برید ګر چې ازبک و تمه وه له سویډنه وشړل شي. هغه په ۲۰۱۴ کال کې په سویډن کې د اوسېدو غوښتنه کړې وه او چارواکو یې غوښتنه رد کړې وه.

ويل کېږي دغه کس پخوا هم د ځینو ډلو لکه داعش په اړه ملاتړ ښودلی دی.

اړونده مطالب