امریکا: د سوریې کیمیاوي وسلو برید د روسیې له امله شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ریکس ټېلرسن به د ایټالیا له سفره وروسته مسکو ته لاړ شي.

ټېلرسن دغه څرګندونې په ایټالیا کې کړي، چېرې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه روانه ده.

درې کاله وړاندې چې د سوریې واکمن بشارالاسد د خپلو کیمیاوي وسلو له منځه وړل ومنل، نو روسیې ته دنده وسپارل شوه چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو یا بهر ته له لېږدېدلو ځان ډاډمن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د ایټالیا، جرمني، کاناډا او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره تر لیدنې وروسته مسکو ته لاړ شي.

امریکا ته نور د اسد لیرې کېدل 'لومړیتوب نه دی'

سوریه کې د ترکیې هوایي بریدونو 'درنه ولسي مرګژوبله اړولې'

روسيې ته د نوموړي د سفر موخه د بشارالاسد له ملاتړه د کریملین پر شا کول ښودل شوي دي.

" که روسیه (د خان شیخون) د کیمیاوي وسلو په برید کې لاس لری یا نه، یا دا چې دمشق په دغه برید کې د روسیې ملاتړ لاره که څنګه، خو روسیې د بشارالاسد د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو ټټر وهلی و، چې پخپلو ژمنو ونه درېده او له امله یې ماشومان او بې ګناه انسانان ووژل شول. "

په خان شیخون د سوریې د کیمیاوي وسلو د برید په غبرګون کې امریکا د سوریې په لوېدیځ کې د سوریې د هوايي ځواکونو الشعیرات نومې اډه ۵۹ توغندي وویشته چې مسکو او تهران یې پر وړاندې توند غبرګون وښود.

د روسیې نږدې ملاتړیو روسیې او ایران یاد توغندیز برید وغانده او د خان سیخون په سیمه کې یې (د کیمیاوي وسلو د کارونې) په اړه د بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.

په سوریه کې د تېرو ورځو له ادلون بدلون ښکاري چې دمګړۍ به د نړۍ د اوو پیاوړو اقتصادي هېوادونو (G7) ټول تمرکز د مسکو او دمشق ترمنځه په درز رامنځ ته کولو وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په خان شیخون کې د کیمیاوي وسلو په برید کې ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن چې د خان شیخون د کيمیاوي وسلو د برید په غبرګون کې یې مسکو ته خپل سفر لغوه کړی، ویلي: که روسیه د نړیوالې ټولنې غوښتنې ونه منې، نو پر مسکو د نویو بندیزونو د لګېدو پلوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مخکې له دې چې ایټالیا ته سفر وکړي، د اپرېل په نهمه له (سي. بي. ایس) ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل: په سوریې کې یې لومړیتوب د داعش ډلې له منځه وړل او ورپسې له واکه د بشارالاسد ګوښه کول دي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي (سي. این.این) ته ویلي: د بشارالاسد په شتون کې په سوریه کې سوله راتلل نا شوني دي.

د اغلې هیلي تازه څرګندونې د هغې له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دي چې ویلي وو: له واکه د بشارالاسد ګوښه کول د ډونلډ ټرمپ د ادارې لومړیتوب نه دی.

اغلې هیلي د مارچ په دېرشمه په ټینګار ویلي وو، د امریکا نوی دولت د پخوانی ولسمشر بارک اوباما هغه سیاست نه تعقیبوي چې له مخې یې باید بشارالاسد له واکه ګوښه شي.

اغلې هیلي سي این این ته دا خبره هم کړې چې په سوریه کې د اېران د نفوذ مخه نیول به د واشنګټن د سیاست په توګه دوام وکړي.

ورته مطالب