پاکستان نیول شوي مشکوک هندي جاسوس ته د مرګ سزا اورولې

کل بوشن یادوو د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر وايي، ددوی یوې پوځي محکمې د ''کلبوشن یادو '' په نوم د هند هغه مشکوک جاسوس ته مرګ سزا اورولې، چې یو کال وړاندې يې نیولی و.

د پاکستاني چارواکو په وینا دغه مشکوک جاسوس یې د بلوچستان له بلوڅ مېشتې ماشکې سیمې څخه نیولی چې په خبره يې هلته يې د بلوڅو وسلوالو ډلو کومک یې کاوه او د بلوچستان په ګډون "په کراچۍ کې يې هم ترهګریز فعالیتونه پلانول."

هند د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي، کلبوشن یادو د هند د سمندري ځواک پخوانی افسر و، وړاندې يې تقاعد کړی او اوس يې ورسره هيڅ اړیکې نشته.

د پاکستان پوځ په مارچ ۲۰۱۶ عیسوي کال کې د ښاغلي یادوو تر نیولو وروسته د هغه یوه ویډيو هم خپره کړه چې هغه پکې ځان د هند د څارګرې ادارې غړی یادوي او مني چې ګواکې ده په بلوچستان او کراچۍ کې د ناامنۍ په پېښو کې لاس لرل. خو دا لا څرګنده نه ده چې نوموړي په کوم حالت کې دا اقرار کړی دی.

پاکستان په داسې وخت کې د هند همدې مشکوکه جاسوس ته مرګ سزا اوروي، چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د دواړو څنګلوریو هیوادونو اړیکې ترینګلې دي. د اړیکو ترینګلتیا لوی لامل تېر کال د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوې اډې د اورپکو برید و، چې هند يې تور د پاکستان پر څارګرو ادارو پورې کړ.

له همغه راهیسې د اسلام اباد او ډیلي ترمنځ اړیکې نه یواځې ترینګلې بلکې وخت ناوخته يې پوځيان پر کنټرول کرښې سره نښلي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي په دغه هیواد او په ځانګړې توګه بلوچستان کې د ناامنۍ تر شا د هند او افغانستان څارګرې ادارو لاس دی، خو دواړه هېوادونه نه یواځې دا تورونه ردوي، بلکې زیاتوي اسلام اباد د داسې ادعاوو په مطرح کولو غواړي هند او افغانستان کې خپله لاسوهنه پټه کړي.