د نړۍاوو صنعتي هېوادونو 'جي ۷' د ناستې اصلي بحث پر سوریې دی

د انځور حقوق EPA
Image caption سوریې کې د چهارشنبې ورځې برید پایله کې ۸۹ کسان وژل شوي

سوریه او په دغه هېواد کې وروستی کیمیاوي برید به د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو (جي ۷) د ناستي ګډونوالو د خبرو اصلي موضوع وي. ټاکل شوې دغه ناسته په څو ساعتونو کې په ایټالیا کې ترسره شي.

د ځواکمنو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران به خبرو کې ډېر تمرکز پر دې وکړي، چې څنګه پر روسیې فشار ډېر کړي، چې له بشار الاسده ځان لېرې کړي. متحدین به دغه راز د امریکا له لوري له یو لړ ګډوډو پیغامونو وروسته له دغه هېواده د سوریې په تړاو د پالیسۍ په اړه توضیحات هم وغواړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د یکشنبې پر ورځ پر روسیې کلکې نیوکې کړې وې. نوموړي ویلي و روسیه نه ده توانېدلې د یاغیانو تر ولکې لاندې خان شیخون سیمه کې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د کیمیاوي وسلو مخنیوي لړ کې د سوریې مخه ونیسي، چې پایله کې یې ۸۹ کسان ووژل شول.

امریکا: د سوریې کیمیاوي وسلو برید د روسیې له امله شوی

امریکا ته نور د اسد لیرې کېدل 'لومړیتوب نه دی'

واشنګټن: د اسد د جګړې غځولو ژمنه لا ګډوډي راولي

خو هغه دا هم ویلي، چې د سوریې هوايي ځواک پر یوې اډې د امریکا له توغندیز برید وروسته به هم سوریې کې ( زموږ پوځي چلند کې هېڅ بدلون نه راځي) ښاغلي ټېلرسن دا هم ویلي و، د واشنګټن ( لومړیتوب ) په سوریې کې اسلامي دولت نومې ډلې ته ماتې ورکول دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له ریکس ټېلرسن (کیڼ لاس ته) نه به د سوریې پر تړاو د امریکا پالیسۍ په تړاو توضیحات وغوښتل شي

دغه څرګندونې له هغه یوه ورځ وروسته شوې، چې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي و، په داسې حال کې چې سوریې کې بشارالاسد واکمن وي، دغه هېواد کې د سولې او ثبات راتلو امکان نه شته.

نیکې هالې د این بي سي خبرې شبکې ' میټ د پریس ' خپرونې کې د خبرو پر مهال ویلي:

''موږ په هغه سیمه کې داسې حال کې د سولې لپاره هېڅ لاره نه وینو، چې بشارالاسد د سوریې حکومت مشري کوي. ''

خو تېره اوونۍ بیا هغې ویلي و، له واکه د بشارالاسد لېرې کول نور د امریکا لومړیتوب نه دی.

ورته مطالب