اسپانیا کې د امریکا ټاکنو مشکوک 'هکنګ' په تړاو روسی انټرنېټي ماهر نیول شوی

امریکا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پیوتر لیواشوف نیول کېدو ته د تېر کال امریکايي ټاکنو پر مهال له مشکوک 'هکنګ' سره تړاو ورکول کېږي

د اسپانوي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دغه هېواد کې یو روسی انټرنېټي ماهر د امریکا متحدو ایالتونو ټاکنو ادعا شوي 'هکنګ ' کې د ښکېلتیا په تور نیول شوی دی.

پیوتر لیواشوف د اپریل پر اوومه بارسلونا کې نیول شوی.

'یوې قانوني ' سرچینې اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د ښاغلي لیواشوف نوم د مجرمانو تبادلې په هغه نوملړ کې هم شته، چې امریکا یې غوښتنه کړې.

د خبري اژانس رپوټ زیاتوي د امریکا پر دغه غوښتنه به د اسپانیا جنايي جرمونو محکمه غور کوي.

د الکونفیډنشل په نامه د اسپانیا یوې خبري ویبپاڼې په رپوټ کې ویل شوی، امریکايي محکمې د امریکا ټاکنو کې د هغه مشکوک 'هکنګ ' قضیې کې چې ګومان کېږي د ټرمپ کمپاین سره یې مرسته کړې، د لیواشوف نیولو امر کړی و.

د بریان کریبس په ګډون د انټرنېټي خوندیتابه یو شمېر ماهرینو په اند ښاغلی لیواشوف د روسي هکرانو شبکې سره تړاو لري.

ورته مطالب