د عکسونو البوم: یوې ښځې څنګه له لندنه تر ایرانه پر بایسکل سفر وکړ

ریبیکا لوويي له خپل بایسکل سره
Image caption ریبیکا لوويي له خپل بایسکل سره

کله چې ریبیکا لووي پرېکړه وکړه، چې له بریتانیا به تر ایران پورې ۱۱۲۵۰ کیلومتره سفر پر بایسکل کوي، ملګرو یې فکر کاوه، په سد نه ده. خو هغې له اروپا نه د ترکیې پر لاره سویل کې مصر ته سفر وکړ، له هغه ځایه سودان ته لاړه او بیا یې د عمان له لارې ایران ته سفر بشپړ کړ.

نوموړې بي بي سي ته په دې اړه خپل لنډ یونلیک ولیکه چې ډېر لوستل شوی.

لاندې تصویرونو کې نوموړې د خپل سفر حال وايي.

د مونتینګرو او البانیا تر منځ پر پوله د پروکلیتیجي غرونو پر سر یوه دمه. نژدې وه دغو لوړو ته ختل مې ووژني او دا په بشپړ ډول د لاسته راوړنې یو غیر متناسب احساس راکوي.

د ترکیې توروس غرونو ته پر لار واورین موسم کې د بایسکل پنکچر کېدل. دا له هغو ګڼو پنکچرونو یو و، چې له ۵۵۰۰ کیلومتره سفر وروسته د بایسکل د نریو ټایرونو برخه شو.

له سوریې سره پر پوله لبنان کې د کډولو غیر رسمي کمپ. د دغه کمپ کېږدۍ د واورو او بارانونو له کبله شړېدلې او په هره یوه کې نژدې ۱۰ کسان ژوند کوي.

د عمان، اردن او مړه سمندر تر منځ سمه لار وه، خو زه له پخې لارې واوښتم او پر کږلیچونو سر شوم، چې دا هم زما یوه ځانګړې وړتیا ده.

د سودان له صحارا نه په داسې حال کې تېرېدل، چې د تودوخې درجه ۴۰ درجو ته رسېده اسانه چاره نه وه. یو مهال مې شته اوبه وڅښلې او نژدې و، چې تنده مې لاندې کړې، چې یوې نیوبیايي کورنۍ اوبه راکړې.

د سودان خرطوم ښار ته نژدې د اوښانو پېر او پلور سوداګر.

خرطوم کې 'د چایو مېرمنې ' چې د تبعیضي چلند او پولیسو له لوري د ځوروول کېدو شکایت کوي. ښي اړخ ته ناسته عوادیه محمود ده، چې ۲۰۱۶ کال کې د امریکا له لوري د ' چایو کوپراتیف ' رامنځته کولو له کبله د 'ښځو هڅونې ' نړیواله جایزه ورکړل شوه.

د ایران سویل کې بندري مېرمنې، چې دودیز کالي یې اغوستي.

د ایران غرونو کې ابیانې سیمې ته نژدې د بایسکل پنکچر یوه بله پېښه. دلته مو د ټایرونو دویمه جوړه له لاسه ورکړه. دلته د مهربانو شپنو یوې ډلې وژغورلو، چې د خپلو محصلواتو تللو لپاره تر ساعتونو پورې سخت زیار ګالي.

ټول تصویرونه ریبیکا لووي اخیستي. پر ټویټر په لاندني تړاو کې موندل کېدای شي.

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.