د سوریې جګړه: روسي افسران 'له بندیزونو سره مخامخېدای شي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به مسکو ته له خوځېدا وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د ملګرو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

لوېدیځ مشران وايي، له کیمیاوي برید وروسته روسیې ته د سوري نظام ملاتړ په ګټه نه تمامېږي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوریې د شخړې په تړاو د یوه ګډ دریځ خپلولو هڅه کوي.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته سفر وکړي او د دغه هېواد چارواکي له سوریې څخه نه ملاتړ ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به مسکو ته له خوځېدا وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د ملګرو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا تر برید وروسته سوي پوځي چارواکي شعیرات اډې ته ورغلي

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي، د سوریې پر هوايي اډې برید د دغه هېواد ۲۰ سلنه پوځي الوتکې ویجاړې کړې دي.

نوموړي د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی چې بیا له کیمیاوي وسلو کارولو کار وانه خلي.

امریکا وايي، د سوري حکومت له خوا تېره اونۍ د ادلب ولایت په خان شیخون کیمیاوي برید لږترلږه ۸۹ کسان وژلي، خو دمشق وايي کیمیاوي برید دوی نه دی کړی.

د نړۍاوو صنعتي هېوادونو د ناستې اصلي بحث پر سوریې دی

امریکا: د سوریې کیمیاوي وسلو برید د روسیې له امله شوی

امریکا ته نور د اسد لیرې کېدل 'لومړیتوب نه دی'

د انځور حقوق AFP
Image caption پر خان شیخون ښار کیمیاوي برید کې ماشومان هم وژل شوي او ټپیان شوي

د پنجشنبې په ورځ امریکا د سوریې ''الشعیرات'' پوځي اډه په نخښه کړه، واشنګټن وايي پر خان شیخون برید کوونکې الوتکې له همدې اډې الوتلې وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې او روسیې پر بندیزونو بحث کوي

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر خبرداری ورکړی، که د سوریې حکومت بیا کیمیاوي برید وکړي، دوی به بیا پر سوریې برید وکړي.

روسیې د امریکا دغه برید له نړیوال قانون سرغړاوی بللی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران لوکا کې سره جرګه شوي

د اوو سترو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ایټالیا کې د سوریې د کړکېچ په تړاو د یوه ګډ دریځ خپلولو په موخه سره جرګه شوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وویل، دغه ډله، چې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا پکې دي، پر سوري او روسي چارواکو د بندیزونو لګولو شونتیا څېړي.

د سوریې پر ادلب بل برید "۱۸ کسان ووژل"

د سوریې په تړاو د روسیې دریځ واشنګټن 'خواشینی' کړی

ورته مطالب