بیجینګ کې د جاسوس په اړه د معلوماتو مقابل کې نغدي جایزه

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د بهرنیو جاسوسانو څرګ لګولو لپاره د ۱۰ زرو او ۵۰۰ زرو یوانو ترمنځ جایزه ټاکل شوې

په چین کې رسمي خبري رسنیو ویلي، حکومت په بیجینګ کې د هغو کسانو لپاره لویې مالي جایزې اعلان کړې چې د بهرنیو جاسوسانو په اړه حکومت ته معلومات ورکړي.

د پلازمېنې بیجینګ اوسېدونکي د بهرنیو جاسوسانو په اړه د معلوماتو ورکولو مقابل کې ۵۰۰ زره یوانه (چې ۷۲ زره ډالر کېږي) ترلاسه کولای شي.

د بیجینګ چارواکي وايي، د دې ښار اوسېدونکي باید د شریرو قوتونو پروړاندې او له جاسوسانو د ښار د ساتنې په پار د یوه ''لوی اوسپنیز دېوال'' جوړولو کې همکاري وکړي.

حکومت تېر کال د بهرنیو جاسوسانو پروړاندې کمپاین پیل کړی دی او وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې د بهرنیو جاسوسانو په جال کې ګیر نه شي.

کاناډا چین ته په جاسوسۍ یو شکمن کس نیولی

تایوان چین ته د جاسوسۍ په شک پوځي افسران نیولي

د بیجینګ د ښاروالۍ د امنیتي چارو دفتر یولړ نوي اجرآت اعلان کړي، چې د ښار اوسېدونکي یې پرمټ کولای شي تېر کال یې د ځانګړې ټیلېفوني کرښې په مټ حکومت ته د مشکوکو کسانو په اړه معلومات ورکړي یا دا چې په شخصي ډول برېښنالیک واستوي.

د ''بیجینګ ډېلي'' حکومتي رسنۍ په ګډون د حکومتي رسنیو په وینا، په چین کې د بهرنیو جاسوسانو په نښه کولو لپاره د لسو زرو او نیم میلیون یوانو په ارزښت جایزې ورکول کېږي.

چارواکو ویلي پلازمېنه ځکه د ''بهرنیو جاسوسوانو لومړی غوراوی'' دی چې هلته واکمني چپه کېدای او نوښت راتلای شي.

د دوی په وینا، په تېره جنورۍ کې جیانګ سو ولایت کې کب نیوونکو یو داسې "نه پېژندل کېدونکی" څیز وموند چې په بهرنۍ ژبه یوڅه پرې لیکل شوي وو او بیا یې چارواکو ته وسپاره، وروسته په ډاګه شوه چې دا د چین په اړه معلومات راغونډوونکې څارګره اله ده.

چینایی چارواکی واشنګټن ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی

اړونده مطالب