رپ سندرغاړی د هوټل د خوړو له بیله تښتېدلی

د انځور حقوق OMEROS BROS
Image caption "توخدای! دا هر څه هغه په یوازې ځان خوړلي؟."

۳۳ کلن ټیري پیک استرالیایی رپ سندرغاړی چې په ټوپیک هم پېژندل کېږي، د سمندر د څنډې په یوه خوړنځي کې د خوړل شویو خوړو د پیسو له بیل څخه تښتېدلی دی.

نوموړي د دې پر ځای چې د خوړلو شویو خوړو ۴۵۰ ډالره بیل پرې کړي، غوره یې ګڼلې چې د سمندر د اوبو پر لور ترپ وهي.

پیک خپلو پښو له هوټله لیرې، خو پر پولیسو ور پېښ کړ او د غلا په تور یې قضیه تر محکمې ورسېده.

تېره دوشنبه سهار محکمې ته راوړل شو، خو په محکمه کې ویل، د خوړنځي له بیله نه تښتېدلی، بلکې د دې لپاره یې ځغاستلي و چې د خپلې ملګرې زېږون ته ځان ورسوي.

خو وروسته یې بیا په یوه بیان کې خپله پلمه بدله کړې او ویلي دي، خوړنځي سمندري خواړه ډېر پاخه کړي وو.

افغان رسټورانټ چې د کورني تاوتريخوالي قربانيانې يې چلوي

۷۰ کلنه چاینکي او د کابل تېر یادونه

پېښه د استرالیا د ختیځ ساحل په (سرفر پراډایز) سیمه کې د (اومیراس براس) د سمندري خوړو په خوړنځي کې رامنځته شوې ده.

ادعا ده چې پیک په هوټل کې دوه سمندري چنګاښونه، یو کوچنی اوختاپوس، ۲۱ وودکا اویسټر شاټس او یوه اندازه سمبوسې (کروناس) تر ستوني تېرې کړي دي.

د (ABC) ټلوېزیون د خبر پر بنسټ، کله چې قاضۍ جان وایټ د پیک ضمانت خط چمتو کاوه، نو په حیرانتیا یې وپوښتل: "توخدای! دا هر څه هغه په یوازې ځان خوړلي؟."

د خوړنځي استازي مارک هانیبون د پیک هغه څرګندونې رد کړي چې ګواکې د هوټل خواړه سم پاخه شوي نه وو:"موږ پر خپل ځان ویاړو چې سمندري چنګاښونه ښه پخوای شو."

د استرالیا رسنیو د ښاغلي پیک پخپل لاس تولیدو شویو رپ سندرو بېلګې هم خپرې کړې دي چې په ډله کې یې د (اوزي، اوزي، اوزي، اوی، اوی، اوی ...) سندره هم شته.

د انځور حقوق EL RINCON DE PEPIN
Image caption یوه اونۍ وروسته د واده په مراسمو کې ورته بله پېښه رامنځته شوه

استرالیا د هغه هېوادونو له ډلې نه ده چې خلک یې د خوړنځي له بیلونو پښې سپکې کړي، خو په ګاونډ کې یې ورته پېښې ډېرې دي.

تېره میاشت د اسپانیا پولیسو د هېواد په سوېل کې یوه ډله کوڅه ډب ونیول چې په هوټل کې خوراک او تېښتې ته یې کار ویلی و.

د ایټالیا پر هوټل واورې ښویېدو کې ګڼ کسان تري تم شوي

کراچۍ: په هوټل کې لګېدلي اور ۱۱ کسان ووژل

د کوڅه ډبو پر یادې ډلې چې له سلو ډېر غړي یې لرل، ادعا وه په تېره مارچ میاشت کې یې په بمبایر ایلکارمین خوړنځي کې د عیسویانو د تعمید جشن د لمانځلو په پلمه د څه باندې ۲۰۰۰ ایرو خوراک او څښاک وکړ، خو له بيل پرې کولو پرته له هوټله ووتل.

یوه اونۍ وروسته د واده په مراسمو کې ورته بله پېښه رامنځته شوه.

یوه ډله کسانو چې د واده د مراسمو په پلمه (ایل رینکان دي پپین) هوټل ته ورغلل، نو ۱۰۰۰ ایرو یې له وړاندې هوټل ته ور کړې، خو د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته یې د هوټل د خوراک او څښاک پیسې( ۱۰ زره) ایرو له ځان سره یووړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب