ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله

ملاله یوسفزۍ د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption نیویارک کې ملالې یوسفزۍ د خبرو پر مهال ویلي، ' بدلونونه راوستل ' له موږ سره پیلېږي او باید همدا اوس پیل شي.'

نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو له لوري د سولې تر ټولو کم عمره پیغام رسونکې ټاکل شوې ده. ۱۹کلنه ملاله دا مهال خپله زده کونکې ده ، چې د بریتانیا یوه وتلي پوهنتون ورته وړاندیز کړی، لوړې زده کړې دوی سره وکړي او راتلونکي کې به د نوموړې ډېره توجه د نجونو زده کړو ته وي.

۲۰۱۲ کال کې وسله والو طالبانو د نجونو زده کړو مبارزې له کبله پر نوموړې برید کړی و. نیویارک کې د دغې ویاړنې منلو پر مهال ملالې وویل:

'' ( بدلونونه راوستل ) له موږ سره پیلېږي او باید همدا اوس پیل شي. که غواړئ راتلونکی مو روښانه شي، همدا اوس باید کار پیل کړئ 'او ' هېچا ته باید انتظار و نه کړئ. ''

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ ملاله د هغه څه سمبول وبلله، چې وايي ''د ټولې نړۍ لپاره ښايي تر هر څه مهم دی او هغه زده کړې دي. ''

ملاله یوسفزۍ 'د سولې پیغام رسوونکې' ټاکل کېږي

ملالې یوسفزۍ د سولې لپاره د نوبل جایزه وګټله

ملالې ته د بریتانیا یوه پوهنتون وړاندیز کړی، چې له لیسې نه له لوړو نومرو سره د فراغت په صورت کې کولای شي دغه پوهنتون کې د سیاست، فلسفې او اقتصاد برخه کې لوړې زده کړې وکړي.

ملاله په سوات کې له ښوونځي نه کورته پر لاره وه، چې وسله والو پرې برید کړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملاله په هغو کسانو کې تر ټولو کم عمره ده، چې د ملګرو ملتونو له لوري د سولې سفیر په توګه ټاکل شوي دي

هغې دا نه دي ویلي، چې کوم پوهنتون ورته د سکالرشپ وړاندیز کړی، خو له دې مخکې یې ویلي و، د اکسفورډ یوه پوهنځي کې د سند اخیستو لپاره ورسره مرکه شوې وه.

د ملګرو ملتونو سولې جایزې لپاره د هنرونو، ادب، ساینس، سپورت او د ژوند د نورو برخو اړوند کسان ټاکل کېږي. محمد علي، جورج کلونې، مایکل ډوګلاس، لیوناردو دي کپریو، سټیو ونډر او شارلیز تهیرون هغه کسان دي، چې مخکې د سولې سفیر په توګه ټاکل شوي دي.

ورته مطالب