سویډن کې د لارۍ برید: تورن کس 'خپل جرم منلی دی'

. د انځور حقوق SWEDISH POLICE

د سویډن پلازمېنه سټاکهوم کې د لارۍ برید په تور د نیول شوي مشکوک سړي وکیل ویلي، تورن سړي 'د ترهګرۍ پر جرم اعتراف کړی دی. '

د ازبکستان اوسېدونکي ۳۹ کلن رحمت عاقیلوف محکمه کې د برید مسوولیت منلی دی. د تېرې جمعې پر ورځ یوه مشکوک کس لارې ګاډی له یوه پلورنځي سره ټکر کړ، چې پایله کې یې څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

ویل کېږي د پېښې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی. د بریدګر وکیل جوهان ایرکسن ویلي:

''په داسې حال کې، چې نوموړي د ترهګرۍ جرم منلی دی او اعتراف یې کړی دی، نو هغه به توقیف کې ساتل کېږي. ''

سويډن کې لارۍ پر پلورنځي ورغلې، څلور کسان وژل شوي

د ستاکهلم برید؛ پولیسو د لارۍ چلوونکی بریدګر نیولی

رحمت عاقیلوف داسې حال کې محکمې ته راوستل شو، چې لاسونه یې زولانه وو.

له ځايي محکمې نه د بي بي سي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې محکمې ته د هغه راوستلو پر مهال پراخ امنیتي تدبیرونه شوي وو.

د رحمت عاقیلوف پر سر محکمې ته د وړاندې کېدو پر مهال سر زرغون رنګه څارد پروت و او محکمې ورته امر وکړ، چې لرې یې کړي. سویډن پولیس وايي، څارګرو ادارو تېر کې د نوموړي په اړه معلومات درلودل.

پولیس وايي، هغه ته سویډن کې د اوسېدو اجازه نه وه ورکړل شوې او نوموړي له اورپکې اسلامي دولت نومې ډلې سره خواخوږي څرګنده کړې وه. له برید وروسته هغه د پېښې له ځایه تښتېدلی و، خو څو ساعته وروسته د سټاکهوم شمال کې د ښار له څنډو سره نیول شوی و.

د انځور حقوق Reuters

ویل کېږي د عاقیلوف مېرمن او څلور ماشومان په ازبکستان کې دي او دی سویډن ته د مزدورۍ لپاره تللی و. پولیس وايي، هغه ۲۰۱۴ کال کې سویډن کې د اوسېدو غوښتنلیک وړاندې کړی و او ۲۰۱۶ کال کې ورته ویل شوي وو، چې له دغه هېواده د وتلو لپاره یوازې څلور اوونۍ وخت ورکول کېږي.

له هغه وروسته نوموړی بې درکه شو او فبرورۍ میاشت کې یې نوم په رسمي توګه د هغو کسانو نوملړ کې شامل کړل شو، چې امنیتي ادارې یې لټوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب