واکسين وکړي، که نه؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

واکسين وکړي، که نه؟

د واکسينولو پروګرامونه هر کال د نړۍ لروبر ميلينونه خلک ژغوري. خو امريکا کې د ځينو ډاکټرانو له لوري وروسته له هغه خبرداری ورکړل شوی چې ولسشر ټرمپ له ساينسي پلوه بې بنسټه څرګندونې او داسې وړانديزونه وکړل، چې دی ښايي د واکسين خونديتابه نوې کمېټه پر کار وګوماري.

امريکا کې د واکسينولو کچه لوړه ده، خو د داسې کورنيو شمېر هم په زياتېدو دی، چې نه غواړي ماشومان يې واکسين شي، چې له امله یې ځينې ټولنې د ناروغيو خپرېدو له خطر سره مخامخ شوې دي. بي بي سي واشنګټن ايالت کې واشن ټاپو ته ورغلې چې دغه هېواد کې د واکسينولو يوه تر ټولو ټيټه کچه لري.